اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير انيق احمد وئيلي دي د خطاطۍ فن په اړھ مونږ ځلانده ماضي لرو٬ ماشومانو له پكار دي چې د دې څانګ دا فن زده كړي او راتلونكي نسل ته ئې منتقل كړي ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د پي اېن سي اے تر سېوري لاندې د مدرسې زده كوٶنكو د خطاطۍ فن تربيې پحقله پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل د خطاطۍ فن زمونږ د ميراث او كلتور مهمه برخه ده٬ په دې لړ كښې د تربيې د دوو اوونيو وركشاپ كول ډېره د خوشحالۍ خبره ده ٬ زه په دې دستوره كښې په ګډون كولو وياړ محسوسوم ۔ ده زده كوٶنكو ته ووئيل د دې څانګې نوو زده كوونكو له پكار دي چې دا فن زده كړي او راتلونكي نسل ته ئې منتقل كړي ځكه چې په دې اړه مونږ يو ځلانده ماضي لرو۔
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔