پېښور10دسمبر (اے پي پي) افغانستان څخه د شمالي وزيرستان د متاثرينو وطن ته راستنېدل پېل شوي۔ د خېبرپښتونخوا د ريليف او بحالۍ صوبائي وزير اقبال وزير٬ د شمالي وزيرستانضلعي انتظاميې او د پوځ لوړ پورو پشمول اړوندو چارواكو د متاثرينو هركلے وكړو۔ په دې موقع د خېبرپښتونخوا د ريليف او بحالۍ صوبائي وزير اقبال وزير ووئېل ځپلي خلق د امن د خراب حالت له امله د څو كالو راهسې په افغانستان كښې مېشته وو، د 30 نه زياتې كورنۍ د غلام خان د لارې شمالي وزيرستان ته رارسېدلي٬ده ووئېل متاثرينو لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي او د دې انتظاماتپخپله څارنه كوم٬ده ووئېل د ريليف محكمه٬ پي ډي اېم اے٬ سول ډيفنس او رېسكيو ډلې متاثرينو ته سهولتونه وركولو سره نادرا او سول انتظاميه هم د دوي مرسته كوي۔ ده ووئيل ځپليو لپاره شيلټرز، کمبلې او د داروګانو پشمول ټول انتظامات شوي٬ ده ووئيل افغانستان څخه د متاثرينو راستنېدل د دې خبرې عكاسي ده چې په سيمه كښې مكمل امن دے ۔ ده ووئيل د وزيرستان اولس امن لپاره پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے
افغانستان څخه د شمالي وزيرستان متاثرينو وطن ته راستنېدل پېل شوي۔ صوبائي وزير٬ د شمالي وزيرستانضلعي انتظاميې او د پوځ لوړ پورو د دوي هركلے وكړو
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات