اسلام آباد۔7ستمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئيلي دي په پاكستان میډیا ډوېلپمنټ اتھارټی (پی اېم ډی اے)فرېم ورک ټولو همكارانو سره د مشاورت عمل روان دے٬ د قامي اسمبلۍ او سېنېټ قائمه كمېټۍ په دې اړه خبر كړې شوي٬ بې بنسټه خبرونه لوئي چېلنج دے٬ د خبريالانو او ميډيا وركرز په كنټرېكټ د عملدرآمد مسئله ده٬په پی اېم ډی اے كوم آرډیننس نه راوړو٬ كه داسې كول وو نو بيا به مو مشاورت نه كولو٬ وار آف اپینیئن يو غیر روایتی جنګ لاګو شوے۔ هغه د نهې په ورځ د سېنېټ د اطلاعات او خپرونو قائمه كمېټۍ ته د پی اېم ډی اے په اړه بريفنګ وركولو۔ د قائمه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد په مشرۍ كښې پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔ د اطلاعات او خپرونو وزير فرخ حبيب كمېټۍ ته ووئيل په پي اېم ډي اے ټولو همكارانو سره مشاورت روان دے۔ هغه ووئيل ای یو ډس انفولیب 750 جعلی وېب سائیټس څرګند كړي۔ د نوموړو شخصياتو جعلي اكاؤنټس په جوړولو سره د پاكستان په ضد ډنډوره شوې۔ هغه ووئيل ټولو همكارانو ته د دې خبرې ضمانت وركوؤ چې په پي اېم ډي اے كښې به د رائے په اظهار كوم بندېز نه وي۔ فرخ حبيب ووئيل د نورو هېوادونو په ډول د فېس بک، ټویئټر،نېټ فلېکس،یوټیوب او او ټی ټی پلېټ فارم دفترې دې پاكستان كښې جوړې كړې شي۔ نوې اېډورټائزنګ پالیسۍ كښې ډیجیټل اېډورټائزنګ شامل كړے شوے۔ څوك چې پي آئي ډي سره رجسټرډ وي هغو ته به سركاري اشتهارونه وركولې شي۔ هغه ووئيل په مېډیاکمپلېنټ کونسل كښې به د خبريالانو او ميډيا وركرز په درخواست 21 ورځو كښې پرېكړه كولې شي۔ دا پرېكړه به سپريم كورټ كښې چېلنج كېدې شي۔ هغه ووئيل خبريالان او ميډيا وركران ډېرو ستونزو سره مخ دي۔ هغه ووئيل پي ډي اېم اے كښې د خبريالانو تربيه او تحقيق لازمي ګرځولې شوي۔ هغه ووئيل پي اېم ډي اے جوړولو سره به فنانشل بجټ كښې كمےراشي او رېګولېټري ادارې به د يوې چھترۍ لاندې شي۔ هغه ووئيل په بنيادي توګه مونږ دوه آپشن لرل ٬ جد ميډيا په ټولو اړوندو قوانين كښې دې بدلون وكړے شي يا دې هم دا قانون راوړلے شي
په پي اېم ډي اے فرېم ورك ټولو همكارانو سره مشاورت روان دے۔ د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب بريفنګ
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ