اسلام آباد۔23مارچ (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي قرارداد پاکستان زمونږ د ملي او تاریخي هیلو تمثیل دےِ۔ د 23 مارچ ورځ قوم لپاره د يو سنګ ميل حېثيت لري۔ د قامي سلامتيا تحفظ او هېواد د پرمختګ په لاره د روانولو عزم لرؤ۔ د نهې په روځ د پاكستان ورځې 23 مارچ 2021ء په موقعه خارجه وزير خپل يو پېغام كښې ووئيل د 23 مارچ ورځ اولس لپاره د يو سنګ ميل حېثيت لري۔ په دې ورځ مونږ يو آزاد هېواد ترلاسه كولو له د خپل پلار نيكه د هغه قربانيو ياد تازه كوؤ كوم چې په دې ورځ كال 1940ء كښې د تاريخي قرارداد نه پېل شوې او 7 كلنه لنډه موده كښې يو جلا آزاد مملكت ترلاسه شو۔ په دې ورځ مونږ قائداعظمؒ ، ټولو لارښودو ٬ مشرانو ٬ شهيدانو او خپلو ټولو اتلانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ كومو چې اول د لوئے څښتن په فضل او بيا قربانۍ وركولو سره د يو آزاد هېواد جوړېدل ممكن كړل۔ دا ورځ مونږ ته دا موقع هم راكوي چې خپل هېواد حقيقي فلاحي ٬ ترقي پسند او سوكاله هېواد جوړولو له د خپل لوظ پخلے وكړؤ۔ هغه ووئيل په دې موقع زه د دې لوظ پخلے كول غواړم چې د اوسني پاكستاني مشرتابه ټول پام د ”نیا پاکستان“ وژن ترسېوري لاندې د اولس خېر ښېګړې پلو دے۔ هغه ووئيل زمونږ ټول پام د جغرافیائی سیاسی ترجیحاتو نه جغرافیائی اقتصادی ترجیحات پلو ګرځېدلے دے۔ هغه ووئيل پاکستان امن او استحکام ، پرمختيائي همكارۍ او خپل منځه رابطو ته د ودې وركولو په پالېسسيو عمل كوي۔ په دې ورځ مونږ كشميري اولس سره د يو والي څرګندونه كوؤ او د دې لوظ پخلے كوو چې د خپلواكۍ هغه حق كوم چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په قراردادونو كښې هغوي ته وركړے شوے دے ٬ لپاره د هغوي د روانو هڅو به ملاتړ كوؤ۔ هغه ووئيل كورونا نړۍ له يو چېلنج جوړ شوے دے۔ دې وبا نړيوال يوولي او مرستې له نوې موقعې هم راكړې دي۔ پاكستان په دې وباﺀ قابو موندلو له په نړيواله كچې د مرستې په حاجت زور راوړي۔ په قامونو سخت حالات راځي خو هغوي د حالاتو يو موټې كېدو سره مقابله كوي۔ پاكستاني قام د كورونا وباﺀ مخنيوي له د ذمه وارۍ څرګندونه كړې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د دې وباﺀ د لاسه انساني ژوند خطرو سره مخ دے ځكه د احتياطي تدبيرونو نه مخ اړولے نه شؤ۔
قرارداد پاکستان زمونږ د ملي او تاریخي هیلو تمثیل دے. خارجه وزير شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد