اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان سره د بېلاروس پلاوي د كومې مشري چې دوهم وزيراعظم ولادي ميرسيمشكو كولله ملاقات كړے او هغه يې د دواړو هېوادونو ترمينځه د بېلاروس اولس مشر د پاكستان دورې په مهال د تجارتي لوظ نامو او اېم او يوز نه خبر كړے۔ده ووئيل دواړو هېوادونو ترمينځه بنكنګ٬كسټم او ايوي اېشن پشمول بېلو څانګو ګښې په اېم او يوز د لاس ليك امكان دے۔دوي د تجارت وزير ته ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تې??و دوو كلونو راهسې شريكې اړيكې زياتې شوي۔انجينئر خرم دستګير د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل اوسنې حكومت به د دوه ا ړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ زياتوالي سوب وګرځي۔ده ووئيل د معيشت٬تجارت او سرمايه كارۍ پشمول بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه تجارت زياتولو ګنجائش شته۔ده ووئيل پاكستان غېر ملكي سرمايه كارو له ښه مراعات وركوي٬بايد بېلاروس د دې څخه ګټھ پورته كړي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او سرمايه كارۍ پشمول د شريكو اړيكو ودې له دا ډول ملاقاتونه او د تجارتي پلاويو تګ راتګ دې روان وساتلې شي
د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير سره د بېلاروس اعلٰی كچ پلاوي وليدل
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی