اسلام آباد11اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي فضل الرحمان د پارلمان برخه نه دے، د هغ?? خبرې هم بې معنې دي، د مفادات سياست كوونكے نن 12م لوبغاړے ګرځېدلے، نه بېټنګ كولې شي او نه د باٶلنګ موقع لري، نواز شريف خو په خپله تښتېدلے، فضل الرحمان كه د نواز شريف دومره خېر خواه وي نو هغه دې بېرته راولي، د نېب آرډيننس مقصد د احتساب عمل لا موثره او به??ر كول دي، دوي ته يوازې د سېف الرحمان پشان د احتساب ادارې مشر پكار دے چې د خپلې خوښې ??حتساب وكړي. د ګل په ورځ د مولانا فضل الرحمان په بيان په خپل غبرګون كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل حكومت پارلمان ته د نېب آرډيننس راوړي، كه اپوزيشن د نېب بندولو د 34 تراميم نه علاوه كوم بل وړاندېز لري هغه دې بحث لپاره راوړاندې كړے شي . ده ووئيل د مولانا فضل الرحمان دانه اوبه بند دي ځكه د جمهوري حكومت رانسكورولو په سازشونو كښې ??په ورځ بوخت وي. ده ووئيل مولانا صاحب په كال 2018م كښې ??ولس د ووټ په طاقت ستاسو پشمول اپوزيشن له عبرت ناكه ماتې وركړې وه. ناجائز، نااهل او نالائق حكومتونه هغه وو كومو چې تاسو ته په اقتدار كښې ??رخه دركړې وه او تاسو د هغوي سهولت كار جوړ شوي وې. ده ووئيل كه د اوسني حكومت انتخابي اصلاحات ستاسو خوښ نه وي نو خپل اصلاحات وړاندې كړې ، تاسو خو د درغلې نظام په وده كښې ??وښي لرئ.
فضل الرحمان د پارلمان برخه نه دے، د هغه خبرې هم بې معنې دي. د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ