اسلام آباد 08 جون (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د متنازعه جمو كشمير منصفانه او پرامن حل لپاره به د كشميريانو سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلے شي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس كښې وئېلي چې 4 جون د جارحيت ښكار ماشومانو نړيواله ورځ ولمانځلې شوه۔ دې ووئيل چې دا ورځ مونږ ته د كشميري ماشومانو ناوړه حالت رامخې ته كوي كوم چې د هندي ځواكونو د پرله پسې محاصرې ??و وحشيانه جبر دلاسه پرله پسې ستونزو سره مخ دي۔ وياندې ووئيل چې د كشميري ماشومانو يو بشپړ نسل د ويرې٬ تشدد او د جبر په چاپېريال كښې لويې شوے دے٬كشميري يتيمانان د معاشي ستونزو٬ يوازوالي او نفسياتي رنځ هم هم ښكار دي۔دې ووئيل چې د هندي ځواكونو د پېلټ٬ ګولو او د وښكې بهيونكي ګاز ګولو دلاسه لويې شمېر زده كوؤنكي ماشومان ژوبل شوي او په دوئي كښې زياتر د بينايۍ څخ?? په بشپړه يا جزوي توګه محروم شوي دي۔ دې ووئيل چې ??لګرو ملتونو په هند زور راوړې چې ??غه دې د ماشومانو تحفظ لپاره احتياطي تدابير وكړي چې ??كښې د ماشومانو په ضد د پيلټ ګنز كارول بندول هم شامل دي۔وياندې ووئيل چې ??ونږ په هند زور راوړو چې ??غوي په دې غوښتنه عمل وكړي۔وياندې د دې عزم پخلې كړې چې ??اكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د شخړيز كشمير منصفانه او پرامن حل لپاره د خپلو كشميري وروڼو او خوئېندو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔
پاكستان به د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير منصفانه او سولييز حل لپاره د كشميريانو سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ خارجه دفتر
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن