اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي): نائ?? وزیراعظم اسحاق ډار او دولت مشتركه او پرمختيائي چارو لپاره د برتانيه خارجه وزير ډیوډ لیمي ترمېنځه ټېلي فوني خبرې اترې شوي ٬ په دې موقع نائ?? وزيراعظم اسحق ډار د برتانيه د خارجه وزير په توګه په تقررۍ هغوي له مباركي وركړه۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائ?? وزیراعظم دا هيله څرګنده كړه چې د برتانيه نوي حكوم?? به د دواړو هېوادونو اړيكو كښې مثبت رفتار روان اوساتي٫ دواړو مشرانو د پاكستان او برتانيه ترمېنځه د زړه پورې اړيكو لا مضبوطيا لپاره د برتانوي پاكسانيانو د مثبت كردار ستائنه وكړه ۔ نائ?? وزیراعظم د دولت مشتركه په تناظر كښې برتانيه سره د پاكستان د اړيكو په اهميت زور رواړو۔ نائ?? وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل د موسمياتي بدلون مخنيوي٬ ځوانونو لپاره موقعې پېدا كولو ٬ تجارت او سرمايه كارۍ ته ودې وركولو لپاره خارجه وزير ډېوډ ليمي سره په ګډه كار كولو ته منتظر يو۔ دغسې د برتانیه خارجه وزير د خپلې مودې په مهال پاکستان لپاره د برتانيه ?? ملاتړ پخلے وكړو۔ دواړو مشرانو دوه اړخيزه مرسته زياتولو او په اكتوبر كښې د دولت مشتركه د حكومتي مشرانو غونډه كښې د مصروفه پاتې كېدو لپاره په ګډه كار كولو ته اتفاق وكړو۔
نائب وزیراعظم اسحاق ډار او د برتانيه خارجه وزير ډیوډ لیمي ترمېنځه ټېلي فوني تماس
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا