اسلام آباد 16 اپريل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غړو نوي ټاكلې شوي سپيکر راجه پرويز اشرف له مبارکي وركولو سره هيله څرګنده كړې چې پارليماني روايات او جمهوري اقدار ته به وده وركړې شي، د قامي اسمبلۍ غړو هېواد ته د پېښو اقتصادي او سياسي چيلنجونو مقابلې لپاره د آئين او جموري تګلارې له مخې د اقدامات په حاجت هم زور راوړے ٬ بل پلو د پاکستان تحريك انصاف منحرف غړو د سياسي ګوندونو دننه د جمهوريت ودې او د خوشامندو کلتور ختمولو لپاره د اقدامات سفارش کړے، غړو غوښتنه كړې بجټ غونډې څخه وړاندې پري بجټ سيشن رابللو سره دې د پارلماني غړو څخه تجاويز واخستلے شي۔د خالي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سپيکر ټاكلې كيدو نه پس د بي اين پي سربراه سردار اختر مينګل نوې ټاكلي سپيکر راجه پرويز اشرف له مباركي وركولو سره ووئيل وزيراعظم موجود دے خو نن هغه ته هم مباركي وركوم۔د زغم نه غير سياست او جمهوريت نه پاتې كېږي، برداشت نه غير پارليمان هم نه شي چليدے۔ ده ووئيل د بې دركه كسانو كورنۍ خېرې كوي خو سپكي تورې نه وائي۔ده ووئيل په كوم انداز چې دا ايوان چلولے شوے هغه افسوسناک ؤ ۔ خط د ورلډ کپ ګيند جوړ شوے ؤ، يوه خبره كيدله چې بس نړيوال سازش دے۔د مسلم ليګ (ن) د قومي اسمبلۍ غړي خواجه آصف نوې ټاكلي سپيکر راجه پرويز اشرف له مبارکي وركولو سره ووئيل راجه پرويز اشرف وزيراعظم هم پاتې شوے، هده په عزت او وقار سره وخت تير كړے ،لوي څښتن دې د ده هغه مرسته وكړي۔ ده ووئيل د سپيکر په نظر كښې ټول يو برابر وي۔ كه په هاؤس كښې د قاعدې او قانون احترام وي نو عمر له په ټوله حکومتي ډھانچه او ادارو كښې به د آئين سرلوړي وي۔ راجه رياض ووئيل د زړه د كومې څخه سپيکر راجه پرويز اشرف له مبارکي وركوم۔هيله لرم چې هغه به د حکومت او اپوزيشن سره امتيازي رويه ونه لري۔ تير سپيکر او ډپټي سپيکر چې كوم کردار ترسره كړے هغوې آئين مات كړے۔ د آئين ماتونكو لپاره كوم ګنجائش نشته۔په دې اړه قانون بايد حرکت كښې راشي، ده ووئېل نن كه قانون او په آئين شکني څوك وبخښلے شول نو بله ورځ به بيا دا ډول پېښې رامخې ته كېږي۔ د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ووئيل په څه ډول چې د آئين او پارليمان روايات ته زيان رسولے شوے بايد د هغې احتساب وكړے شي۔تير دور كښې چې څومره هم سپكاوے د سپيکر کرسۍ او د دې ايوان شوے وړاندې چرې نه ؤ شوے۔ ده ووئېل شمالي وزيرستان نه د تللو آئي ډي پيز بيرته راوستلو لپاره كوم ګامونه نه دې پورته شوي ۔ده ووئيل د 18م بدلون نه پس لويه کاميابي دا وه چې د كوچنو صوبو د صوبائي خودمختارۍ لپاره په 18م بدلون دې عمل وكړے شي۔ مير منور تالپور نوې ټاكلي سپيکر له مبارکي وركولو سره ووئيل هېواد د ګڼو مسئلو سره مخ دے كومې به چې په ګډه حل كولې شي ، ټولو صوبو له دې خپل حقونه وركړې شي۔ مولانا عبدالاکبر چترالي نوې ټاكلې سپيکر له مبارکي وركولو سره ووئيل كوم نوے او پخوانے پاکستان نشته ، پاکستان يو دے د كوم بنياد چې بابائے قوم د کلمې په بنياد اېښودے ؤ۔ پاکستان د دوه نظريې په بنياد جوړ شوے۔ ده ووئيل 75 كلونو كښې 35 كاله آمرانو حکومت کړے۔ ده ووئيل آئين كښې دې چې قرآن او سنت به سپريم قانون وي او سودي نظام به ختمولې شي۔ ده ووئېل په 75 كلونو كښې هم قرآن سپريم قانون ونه ګرځولے شو او نه سودي نظام ختم شو۔شاه زين بګټي سپيکر له مبارکي وركولو سره د پنجاب اسمبلۍ د پېښې غندنه وكړه ده ووئيل په دې بايد د سپيکر رولنګ راشي۔ د مسلم ليګ (ن) غړي قيصر احمد شيخ ووئيل سپيکر له مبارکي وركوم۔ده د سيمې مسئلې رامخې ته كولو سره د هغې د حل لپاره د اقدامات غوښتنه وكړه۔ د جنوبي وزيرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير راجه پرويز اشرف له په سپيکر ټاكلے كيدو مبارکي وركړه۔ده هيله څرګنده كړه چې پيپلز پارټي به په دې حکومت كښې په خپل ابتدائي منشور عمل کولو سره د غريبو ، خواري كښو او د مظلومو طبقې حالت ښه كړي۔ مونږ غير د كوم لالچ او غوښتنې د حکومت ملګرتيا كړې۔
د قامي اسمبلۍ غړو نوې ټاكلې شوي سپيکر راجه پرويز اشرف له مباركي وركړه
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ