منډی بهاؤ الدین۔18فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي څوك چې د عدم اعتماد خبرې كوي په هغوي خپلې كورنۍ هم اعتماد نه كوي٬ د دوئي كورنۍ وائي چې كه دوئي سره پېسه كېښودلې شي نو دوئي به لندن ته وتښتي ٬ دا لويې غله دي٬ دوئي نه بايد پېسه بېرته واخستې شي۔ د جمعې په ورځ اولسي غونډې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د عدم اعتماد خبره كوؤنكو يوه ايجنډا ده او هغه دا ده چې د دوئي كېسونه دې ختم كړې شي۔ مونږ د دوئي كېسونه ختمول نه بلكې دوئي ته سزا وركول غواړؤ۔ هغه ووئيل نن لور په عدالتونو كښې كېسونو سره مخ ده او پلار او ځامن په لندن كښې دي٬ په داسې خلكو به اعتماد څوك وكړي۔ هغه ووئيل د مدرسې په كوچنيانو او د قېمې په نانونو جلسې نه كېږي۔ اپوزيشن دې وګوري چې جلسې څنګه كېږي۔ هغه ووئيل په منډي بهاؤ الدين كښې په غټه جلسه كولو پاكستان تحريك انصاف ته مباركي وركوم۔ هغه ووئيل عمران خان د منډي بهاؤ الدين او جهلم اولس ته تاريخي پرمختيائي منصوبې وركړې كومې چې دې نه وړاندې چا نه دي وركړې۔ دې نه وړاندې د جلسې ځائې ته د راتللو په مهال وفاقي وزير ته د منډي بهاؤ الدين اولس تود هركلې ووې
څوك چې د عدم اعتماد خبرې كوي په هغوي خپلې كورنۍ هم اعتماد نه كوي٬ دا لويې غله دي٬ دوئي نه بايد پېسه بېرته واخستې شي٬ د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن اولسي غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ