اسلام آباد 03 جون (اے پي پي﴾ وزيراعظم شهباز شريف د راتلونكو ټاكنو نه وړاندې ګراني او غربت كمولو لپاره د لنډې مودې د اقداماتو عزم ښودلو سره وئيلي دي چې په هېواد كښې راتلونكې ټولټاكنې په 15 مياشتو كښې كېږي او په دې موده كښې د ده هدف د ګرانې او غربت د چېلنجونو مخ نيوې كول دي. د انقره درې ورځنې دورې په مهال د تركيې سركاري ټيلي ويژن ټي آر ټي سره په مركه كښې وزيراعظم ووئيل چې زما وژن د پاكستان بيا رغونې، په غربت كښې كمي راوستلو او كفايت شعاري باوري كولو لپاره د سركاري څانګې په بجټ كښې كمي لپاره هڅې كول دي. وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې د هغه حكومت به د ټاكنو نه وړاندې د اولس ستونزې حل كولو لپاره د لنډې مودې اقدامات كوي. ده ووئيل چې كه په راتلونكو ټولټاكنو كښې د ده ګوند داولس د خوښې له مخې اقتدار ته راځي نو د بې روزګارې او غربت پشان د ستونزو حل لپاره به يوه مكمل پرمختيائي اېجنډا پېل كولې شي. وزيراعظم ووئيل چې په نړيواله كچه د اېندهن بېعې لوړې شوې دي او حكومت د تېل او ګاز په بېعو كښې په اضافه مجبور شوې. وزيراعظم د پاكستان د سياسي صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د عدم اعتماد ووټ كامياب شوے، دا د اقتدار يوه آئيني او قانوني منتقلي ده كومه چې په آئين كښې وركړې شوې ده. ده ووئيل چې په پاكستان كښې به دا يو د قبلولو معمول وي چې كه د پارلمان اكثريت محسوس كړي چې يو خاص حكومت دې وي نو بايد هغه د هېواد د قانون له مخې په آزاد توګه د ووټ وركولو اجازه ولري.ده ووئيل چې د دې څخه وړاندې په داسې حالاتو كښې د مارشل لا او پوځي مداخلې مشاهده شوې خو اوس ئې ټول صورتحال بدل كړے او بايد د دې ملاتړ وشي. وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې پاكستان او تركيه تفاهم سره د سيمه ايزې مرستې په روډ مېټ روان دي او د دواړو هېوادونو د مشرانو په مېنځ كښې يووالي دے
حكومت به د ټاكنو نه وړاندې د اولس ستونزې حل كولو لپاره د لنډې مودې اقدامات كوي. د وزيراغظم ترك ټي وي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ