اسلام آباد 09 اپريل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر په اسلام آباد كښې د ميرا سمبل جعفر كورونا ويكسينېشن كېمپ دوره كړې او د زيات عمر وګړو ته د كورونا مخ نيوي ويكسين لګولو عمل مشاهده ئې وكړه۔هغه د وګړو څخه د عملې رويې او ويكسينېشن په اړه تاثرات واخستل۔ وفاقي وزير اسد عمر د ويكسينېشن كېمپ انتظامات كتلو سره په ويكسينېشن كېمپ كښې په غوره انتظاماتو د اسلام آباد انتظاميې او د اېن آئي اېچ د ډلې د خدمات ستائنه وكړه. ده ووئيل ټولو وګړو ته د غوره معيار واكسين لګولے كېږي. بايد اولس د حكومت لخوا د وركړے كېدونكو اسانيو څخه په خپل وار استفاده وكړي. ده اولس ته ووئيل چې د كورونا اېس او پيز عملي كړې او وګړي دې په خاص توګه ماسك اچوي. دغسې وګړو په غوره انتظامات كولو د وفاقي وزير اسد عمر مننه وكړه .
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش