باغ 07 ستمبر (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي و??ير انجئنير امير مقام وئيلي دي کشميريان د پاکستان د دفاع محافظ دي،کشميريان او پاکستانيان خپلو كښې مينه لري كومه چې څوك هم نه شي ختمولے،د مقبوضه کشمير مظلومه مسلمانان د نړۍ كوم هم طاقت د آزادۍ نعمت څخه نه شي منع كولے،مقبوضه کشمير به ډير آزاديدو سره د پاکستان برخه جوړه شي،آزاد کشمير جنت نظير وادي ده، په دې خاوره كښې د سېلګرۍ ودې لپاره هنګامي اقداماتو ته اړتيا ده،د کشمير د آزادۍ تحريك كښې به حکومت پاکستان د کشميريانو په سياسي او سفارتي كچه حمايت روان ساتي،د آزاد کشمير اولس له د برېښنا او اوړو بيعه كښې وركړې شوي سبسډي د دې ځائې د اولس حق ؤ ٬ د پاكستان حکومت به کشميريانو له نوري يسانۍ هم وركوي، د كشمير چارو و??ير په بيرپاني كښې په اندروټ ناله د اولس ستونزي كتلو سره په سمدستي توګه د آر سي سي پل جوړولو اعلان وكړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د مسل?? ليګ ن آزاد کشمير ليبر ونګ صدر راجه سعيد په كور بيرپاني اندروټ كښې په خپل اعزاز كښې وركرې شوي عشائيې او د اسمبلي حلقه شرقي باغ مسل?? ليګ ن پخواني اميدوار سنيئر لارښود چوهدري اعجاز کټھانه د اړخه استقباليې دستوره كښې خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د مسل?? ليګ ن آزاد کشمير جنرل سيکرټري او پخواني و??ير چوهدري طارق فاروق،د تعليم پخواني و??ير بيرسټر سيد افتخار ګيلاني،ملک ذوالفقار، مظفرآباد مئير سيد سکندر ګيلاني،صدر پريس کلب اکمل عارف، مسل?? ليګ ن ضلع باغ صدرراجه عبدالحفيظ کفل ګړھوي،حلقه وسطي باغ صدر عظمت منهاس،پخواني ايډمنسټريټر سعيد انقلابي،ملك آفتاب اعوان،راجه خورشيد عالم،سيبل چغتائي،مرتضيٰ شاه،ډاکټر راجه عبدالحفيظ،راجه رضوان او نور هم موجود وو۔د كشمير چارو و??ير تيره ورځ په دوه ورځنۍ دوره باغ ته د رسيدلو په مهال دھيرکوټ،بيرپاني،لسډنه،باغ ښار كښې د مسل?? ليګ ن عهديدارو د اړخه په خپل اعزاز كښې د استقباليې دستورو كښې ګډون وكړو۔د كشمير چارو و??ير د آزاد کشمير د سېلګرۍ د ځايونو ستائنه كولو سره ووئيل په دې سيمو كښې د سېلګرۍ لوئ پوټنشل شته،د سېلګرۍ آسانيو لپاره به جديد سهوليات وركولو له به ډير ??ر اقدامات وكړې شي۔
کشميريان د پاکستان د دفاع محافظ دي،کشميريان او پاکستانيان خپلو كښې مينه لري كومه چې څوك هم نه شي ختمولے۔وفاقي وزير انجئنير امير مقام
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری