تاشقند 16جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د سلك روډ بحالۍ سره به د سو??يل?? آسياء٬ مې??ځنۍ اسياء او اروپا يو بل سره وتړلے شي او يو لوئې تجارتي نېټ ورك به جوړ شي٬ د وزيراعظم عمران خان او د ازبكستان صدر وژن دا دے چې بايد مونږ د روډ نېټ ورك سره سره په ټرېن نېټ ورك هم كار وكړو۔ د جمعې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې چوهدري فواد حسېن ووئيل د سيمه ايزو رابطو په كنفرنس كښې د 60 نه زياتو هېوادونو ګډون كړے۔ د وزيراعظم عمران خان پشمول د ازبكستان او افغانستان صدور نه علاوه د 20 هېوادونو خارجه وزيرانو په دې كنفرنس كښې ګډون كړے۔ ده ووئيل د كنفرنس بنيادي موضوع سيمه ايز روابط قوي كول وو۔ پ?? كنفرنس كښې د شاهراه ريشم په بحالۍ هم غور شوے۔ ده ووئيل په ماضي كښې به د شاهراه رېشم د لارې تجارت?? هلې ځلې ترسره كېدې ٬ دا سړك د سو??يل?? آسياء د لارې كابل او تر تاشقند رسي۔ ده ووئيل د سلك روډ بحالۍ سره به سو??يل?? آسياء٬ مې??ځنۍ اسياء او اروپا يو بل سره وتړلے شي او يو لوئې تجارتي نېټ ورك به جوړ شي
د سلك روډ بحالۍ سره به لوئې تجارتي نېټ ورك رامخې ته شي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ