پاکستان د امريكې ، طالبانو او افغان حکومت ترمینځ خبرو اترو کښې كليدي كردار لوبولے ، زمونږ سباؤن د افغانستان او منځنۍ آسیا سره تجارت ته د ودې وركولو سره تړلے دے۔ د وزيراعظم عمران خان د افغانستان تجارت او سرمايه كارۍ فورم 2020 د پرانستې دستورې ته خطاب


اسلام آباد۔26اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئیلي دي پاکستان د امريكې ، طالبانو او افغان حکومت ترمینځ خبرو اترو کښې کلیدي كردار لوبولے دے ، د منطقې سباؤن امن ٬ همكارۍ او تجارت ته د ودې وركولو سره تړلے دے۔ د پاكستان حكومت ٬ پوځ او استخباراتي ادارې افغانستان كښې د تشدد ختمولو او امن راوستلو له هڅې كوي۔ هند سره مو د ملګرتيا كولو ډېره هڅه كړې ولې هند په نظرياتي توګه زمونږ په ضد دے ځكه زمونږ د هڅو ښې نتيجې رامخې ته نه شوې۔ افغان اولس چې كوم هم حكومت وټاكلو پاكستان به ورسره خپلې اړيكې قو كوي۔ مونږ له به د پخوا څخه زده كړه كولو سره مخ په وړاندې تلل وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د دوه ورځني پاكستان افغانستان تجارت او سرمايه كاري فورم پرانستې دستورې ناستې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلی فراز، خارجه وزير شاہ محمود قریشی، د دفاع وزير پرویز خټک، د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري ، د وزیراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان او د خېبر پختونخوا وزيراعلی محمود خان په شمول نور اعلی چارواكي موجود وو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د سوداګرۍ او اولسي رابطو ودې له دا فورم زيات اهميت لري۔ دې فورم كښې ګډون كوؤنكو افغان مېلمنو ته هركلے وايم او د دې فورم په راجوړولو د قومي اسمبلۍ سپيكر ته مباركي وركوم۔ هغه وويئل د پاكستان او افغانستان ترمينځھ اړيكې يو اوږد تاريخي لري۔ دا سيمه د افغانستان سره د پېړو راهېسې اړيكي لري۔ افغانستان د مغل سلطنت او د موجوده پنجاب او خېبر پښتونخوا د افغانستان د دراني سلطنت برخه وه۔ قبائلي سيمو او افغانستان نه به كلكته ته تجارتي قافلې راتللې۔ وزيراعظم ووئيل د افغان جهاد تر پېل كېدو د منځنۍ آسيا او افغانستان څخه هند سره تجارت روان ؤ۔ دا زمونږ تاريخ دے۔ په دهلي سلطنت كښې درباري ژبه فارسي وه۔ افغان چارواكو به هم پښتو سره سره فارسي وئيله۔ وزيراعظم ووئيل له بده مرغه افغانستان د 40 كلونو نه د اړي ګړي ښكار دے چې ورسره نه يوازې د افغانستان بلكې د پاكستان هم زيات زيان شوے ۔ وزیراعظم ووئيل د تیرو 18 کالو راهسې د ترهګرۍ په نوم جنګ پاکستان او افغانستان ته ډیر زیان رسولے او اختلافات او شکونه یې رامینځته کړي خو مونږ باید د پخوا نه تېر شو بلکې سباؤن ته به ګورو۔ موږ باید له تېر وخت څخه زده کړه وکړو او مخ په وړاندې لاړ شؤ۔ هغه ووئېل پاکستان د تیرو وختونو څخه ډېر څه زده كړي۔ د افغانستان تاریخ ګواه دے چې هېڅوک په افغانستان خپل نفوذ نشي كولې۔ افغانان خپله پرېکړه پخپله کوي او بهرنې اثر نه قبلوي۔ هغه ووئېل دا د افغانستان د خلقو خوښه ده چې كوم حكومت دوي غواړي هغه دې غوره كري۔ هرڅوك چې د افغانستان حكومت لري ، پاکستان به ورسره قوي اړیکې ساتي. وزيراعظم ووئيل هند سره د پاكستان درې جنګونه شوي۔ په تېرو 72 كلونو كښې په هند كښې د مسلمانانو نه داسې كركه كونكے كوم حكومت وړاندې نه دے راغلے۔ د آر اېس اېس تاريخ دا ښائي چې هغه د مسلمانانو نسل ختمول غواړي۔ هغه ووئېل مونږ هند سره د ملګرتيا هڅه كړې ولې هند په نظرياتي توګه د پاكستان خلاف دے ځكه د دغو هڅو ښې نتيجې نه دي رامخې ته شوې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل هند كښې مسلمانانو سره د ناروا سلوك مثال نشته۔ هند مقبوضه كشمير په زندان بدل كړے۔ د 80 لکھ خلقو ژوند ئې اور سپور كړے۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان او افغانستان ترمینځ قوي اړیکې د سولې او ثبات لپاره ضروري دي. مونږ به افغانستان سره اړیکې ښې کړو او له هرې ممکنې لارې به افغانستان سره همکاري کوو ځکه چې د سیمې سباؤن سولې ، همکارۍ او تجارت سره تعلق لري۔ هغه ووئیل د پاکستان قبایلي سیمې هم په افغانستان کښې د اړي ګړي د لاسه سختې ځپلے شوي او د پاکستان په قبائیلي سیمو کښې هم د سوداګرۍ د لارې سوكالي راتللې شي۔ هغه ووئيل د پاكستان لومړۍ ترجيح تجارت زياتول دي۔وزيراعظم ووئيل افغانستان زمونږ طبیعي ملګرے دے. مونږ غواړو د سوداګرۍ په شمول افغانستان سره هر ډول اړیکې پراخه کړو. په افغانستان کښې امن په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا او پاکستان ته ګټه رسوي. وزیراعظم ووئيل هیڅ بل هیواد په افغانستان د پاكستان په ډول امن راوستو له هڅې نه کوي ځکه چې زمونږ سباؤن افغانستان او مرکزي آسیا سره سوداګرۍ ته د ودې وركولو سره تړلے دے۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د امريكې او طالبانو او افغان حکومت ترمینځ خبرو کې مهم كردار تر سره كړے۔ افغانستان کښې د هره ورځ په رامخې ته كېدونكو شهادتونو غمجن يؤ او زمونږ حکومت ، پوځ او استخباراتي ادارې په افغانستان کښې د تاوتریخوالي ختمولو او امن په ځائې كولو له هڅې كوي۔ وزیراعظم ووئيل د افغانستان كاروباري ډلې ته پاكستان په راتللو هركلے وايم۔ زه غواړم چې راتلونكي وخت كښې د اروپاﺀ په ډول زمونږ پولې يو بل لپاره پرانستې وي او زمونږ يو بل سره اړيكې هم دغه شان پياوړې وي

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس