اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې پاكستان يو آزاد او خپلواكه هېواد دے، د پاكستان د حاكميت او سلامتيا به سودا ونه كړې شي، په آئيني توګه د حكومت په بدلون كښې كوم حرج نشته، عمران خان لرې كولو لپاره نړيوال سازش شوے، د حكومت په بدلون كښې غېر ملكي سازش نه شي نظرانداز كېدے، د اپوزيشن د سر مشران د دې سازش برخه دي، اپوزيشن د دړكې د خط مندرجات كتلو څخه هم انكاري دے، مونږ په دې نتيجه اخد كولو مجبور يو د عمران خان لرې كولو په نړيوال سازش كښې د سياسي كردارونو نه علاوه د مېډيا ځينې خلق هم شامل دي، عمران خان تر وروستي بال مقابله كوونكې لوبغاړے دے كوم چې د پاكستان د خپلواكۍ او سلامتيا جنګ كوي. د زيارت په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې نن د وزيراعظم په مشرې كښې د دړكې د خط جاج اخستل شوے، په دې لړ كښې ځينې پرېكړې هم شوې دي. ده ووئيل چې دا ډېر د اعتراض وړ خط دے كوم چې د پاكستان حكومت ته ليكل شوے چې پكښې په واضحه توګه د حكومت بدلولو اشاره او دړكه وركړې شوې. ده ووئيل چې په خط د قومي سلامتيا په كمېټې كښې هم بحث شوے، د دې نه پس د پارلمان د سېكورټي كمېټې ان كېمره غونډه هم راوبلل شوه،ٍ سبا به په دې نور پرمختګ هم وشي او مېډيا به خبرولې شي. ده ووئيل چې د پاكستان د حاكميت او سلامتيا به سودا ونه كړې شي، د حكومت په بدلون كښې غېر ملكي سازش نه شي نظرانداز كېدے، د اپوزيشن د سر مشران د دې سازش برخه دي. ده ووئيل چې د پخواني وزيراعظم نواز شريف هندوستان او د اسرائيل سفارتكارو سره رابطې د چا نه پټې نه دي، د دې نه علاوه د پاكستان د مېډيا ځينې سينئر خلق هم په دې سازش كښې شامل دي. ده ووئيل چې سازش د نواز شريف د اپارټمنټ نه پېل شوے. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې عمران خان تر وروستي بال مقابله كوونكې لوبغاړے دے، هغه به په قطعي توګه استعفٰي ورنه كړي. ده ووئيل چې د ذوالفقار علي بهټو نه پس د عمران خان په دور كښې د پاكستان خارجه پاليسي آزاده شوې. ده ووئيل چې كله هندوستان ته ايسټ انډيا كمپني راغله كه هغه وخت د مير جعفر او مير صادق پشان د كردارونو مرسته نه وه نو هندوستان ئې غلام نه شو جوړولې. نن هم داسې كېږي، ځينې خلق د عمران خان لرې كولو په نړيوال سازش كښې كردار ترسره كوي. ده ووئيل چې د پاكستان اولس دا سازش ګوري. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د عدم اعتما تحريك كوم حيثيت نه لري، اصل معامله دا ده چې د پاكستان اولس څه غواړي او هغه كومه پرېكړه كوي. ده ووئيل چې د نېشنل سېكورټي كمېټې په غونډه كښې عسكري مشران موجود وو، د غونډې په اړه به اعلاميه جاري كړې شي
د پاكستان د حاكميت او سلامتيا به سودا ونه كړې شي، د حكومت په بدلون كښې غېر ملكي سازش نه شي نظرانداز كېدے، د اپوزيشن د سر مشران د دې سازش برخه دي. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ