اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی) د برطانيې لنډ مهاله هائي كمشنر د سېنېټ چ??ئر??ېن سره په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔ په ملاقات كښې په سياسي اړيكو ٬ سېلاب څخه وروستو د بحالۍ په هلو ځلو ٬ سرمايه كارۍ ٬ دوه اړخيزه تجارت ٬ پارلماني همكارۍ ??و د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمينځه تړون سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چ??ئر??ېن د پاكستان او برطانيه ترمينځه په تاريخي همكارۍ رڼا واچوله۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د آزاد تجارت لوظنامې (اېف ټی اے) په امكانات هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په ملاقات كښې موجودہ پارلیمانی فرېنډشپ ګروپس متحرك كولو ??و د پارليماني همكارۍ ??و د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمينځه د تړون په اهميت زور راوړلے شو۔ په ملاقات كښې په یو کے ۔ پاکستان ریټرن اېنډ ری اېډمشن اېګریمنټ او قانونی مائیګرېشن ټریک كښې د پېشرفت عزم تكرار كړے شو۔ دغسې په تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ موسمياتي بدلون ٬ روغتيا ٬ تكنيكي تعليم او لوبو كښې په دوه اړخيزه مرسته هم غور و??ړے شو۔ د سېنېټ چ??ئر??ېن د دوه اړخيزه اريكو لا پياوړتيا له د خپل عزم پخلے وكړو۔ ده کنګ چارلس III او مېجسټی کوئین کنسورټ کېملا ته په تاجپوشۍ مباركي وركړه او هغوي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔(
د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني سره د برطانيې لنډ مهاله هائي كمشنر ملاقات ٬ دوه اړخيزه اړيكو ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ