مشهد 22 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي په مشهد كښې د استان – قدس رضوي متولي حجته الاسلام احمد مروي سره د زيارت په ورځ ملاقات كړے. په دې موقع په اېران كښې د پاكستان سفير رحيم حيات قريشي او په مشهد كښې د پاكستان قونصل جنرل هم موجود وو. د ملاقات په مهال د تحفظ حرمت رسول صلی الله عليه وآله وسلم او د مسلمانانو د اتحاد پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې شوې. د استان قدس رضوي متولي په مشهد كښې د خارجه وزير شاه محمود قريشي هركلے وكړو. په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل پاكستان يو نظرياتي هېواد دے، د حرمت رسول صلی الله عليه وآله وسلم تحفظ زمونږ د ايمان مركز دے. په دې وخت كښې اسلامي امت د علماﺀ كرامو پلو ګوري. د استان متولي د زائرينو اسانۍ لپاره په جامع پالېسې جاري كولو د خارجه وزير مننه وكړه او د زائرينو اسانۍ لپاره په عملي اقداماتو كولو ئۍ د پاكستان حكومت ستائنه وكړه
د خارجه وزير شاه محمود قريشي په مشهد كښې د استان – قدس رضوي متولي حجته الاسلام احمد مروي سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔