اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د اوبو وسيلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه وئيلي دي چې داسو بند په كال 2023م كښې ترسره كول و، د دې پروژې په ترسره كولو كښې به اوس كوم تاخير ونه زغملې شي او د واپډا چيئرمېن وئيلي دي چې د بند څخه د برېښنا پېداوار پ?? جون كال 2026م كښې متوقع دے. د اتوار پ?? ورځ د داسو بند پروژې ?? دورې په موقع چارواكو، چينائي انجينئرانو او وركرانو سره په خبرو كښې وفاقي وزيړ ووئيل چې داسو بند په كال 2023م كښې ترسره كول و، افسوس چې ډېر زيات تاخير وشو، بايد د داسو بند په پروژه كښې نور تاخير ونه شي. ده هدايت وكړو چې د پروژې په لار كښې كه كوم خنډ رامېنځ ته شو نو هغه دې په سمدستي توګه خبر كړے شي. د فنډ نه واخله تر ماحولياتو هره يوه معامله به په سمدستي توګه حل كوو. وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان معاشي بقا د اوبو پروژو سره تړون لري. په دې موقع وفاقي وزير ته د پروژې په اړه بريفنګ ??رك??ے شو. وفاقي وزير ته ووئيل شول چې د مارچ څخه په دې پروژه د كار رفتار ګړندې شوې. د پروژې مجموعي لګښت 510 اربه روپې دے چې د زياتېدو توقع ئې ده. د واپډا چيئرمېن ووئيل چې په پروژې ??ه رسنې لپاره په سړكونو په تندې سره كار روان دے، د بند څخه د برېښنا پېداوار پ?? جون كال 2026م كښې متوقع دے.
داسو بند په كال 2023م كښې ترسره كول و، د دې پروژې په ترسره كولو كښې به اوس كوم تاخير ونه زغملې شي. د اوبو وسيلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج