اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي)پاكستان او رومانيه د تجارت٬سرمايه كارۍ٬دفاع٬تعليم٬سائنس٬ټېكنالوجي او كلتور پشمول په بېلو څانګو كښې د??ه اړخيزه مرستې لا زيا??ول?? ته اتفاق كړے۔دا اتفاق د ګل په ورځ په بخارسټ كښې د خارجه وزير شاه محمود قر??شي د رومانيه خپل هم څنګ بوګدان اوريسكو سره په ملاقات كښې رامخې ته شوے ۔په رومانيه كښې د پاكستان سفير ډاكټر ظفر اقبال هم د خارجه وزير شاه محمود قر??شي سره ملګرے و۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬بېلو څانګو كښې د مرستې پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د رومانيه خارجه وزير بوګدان اوريسكو د رومانيه دورې بلنه قبلولو سره او رومانيه ته په راتګ د خارجه وزير شاه محمود قر??شي مننه وكړه۔د خبرو اترو په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخستلے شو۔خارجه وزير د پاكستان او رومانيه ترمينځه نزدې او د شريكې مرستې اړيكې وستائېلې۔دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او رومانيه ترمينځه تجارت٬سرمايه كارۍ٬دفاع٬تعليم٬سائنس٬ټېكنالوجي او كلتور پشمول په بېلو څانګو كښې د??ه اړخيزه مرستې لا زيا??ول?? ته اتفاق وكړو چې پكښې د دوه اړخيزه سياسي مشاورت راروانه غونډه به په اسلام آباد كښې كېږي۔ دغسې د??اړو خارجه وزيرانو شريك اقتصادي كمېشن بحالولو په ضرورت هم زور راوړو
خارجه وزير شاه محمود قرېشي د رومانيه خپل هم څنګ بوګدان اوريسكو سره وليدل٬ د تجارت٬سرمايه كارۍ٬دفاع٬تعليم٬سائنس٬ټېكنالوجي او كلتور پشمول په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو ته اتفاق
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں