اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ملګرو ملتونو د انټرنېشنل چلډرن اېمرجنسي فنډ (يونيسېف) نوي تعينات شوي اېګزېكټو ډائرېكټرې کېتھرين اېم رسل د ګل په ورځ ليدلي۔ د ملاقات په مهال په پاکستان كښې د يونيسېف په پروګرام او افغانستان كښې د بشري خواخوږۍ پحقله د اقداماتو په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې٬ په دې موقع وزيراعظم د حکومت او يونيسېف ترمېنځه د مرستې ستائنه وكړه۔ دا خبره د وزيراعظم آفس لخوا په جاري بيان كښې شوې۔ ده د ملګرو ملتونو تل پاتې پرمختيائي هدفونه ترلاسه كولو لپاره د حكومت د كليدي اقداماتو او د كورونا وباء مخنيوي لپاره د پاكستان په جامع اقدامات رڼا واچوله۔ وزيراعظم ده په هېواد كښې د كوچنيانو د حقونو ودې او تحفظ لپاره د حكومت د ترجيحي اقداماتو نه هم خبر كړه، چې پكښې په سكول كښې د ماشومانو د داخلو اضافه٬ د حفاطتي ټيكو پروګرام كښې پراختيا٬ د كوچنيان غذائي كمبوت لرې كول او د سركاري تعليمي نظام بنيادي ډهانچه كښې د بهترۍ سره سره د كوچنيانو د حقونو تحفظ او ودې لپاره د يونيسېف د اقداماتو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د قامی صحت کورېج او صحت کارډ پشمول په سماجي څانګو كښې د حكومت هڅې رامخې ته كړې۔ وزيراعظم په افغانستان كښې د انساني او معاشي بحران خاتمې لپاره د پاکستان د هلو ځلو په اړه هم ووئيل ٬ ده د ملګرو ملتونو او نورو اړوند دلو د مرستې په هلو جلو كښې مرستې لپاره د پاكستان لخوا د جوړ كړې شوي د ” انساني همدردۍ راهدارۍ” حواله وركړه۔ د يونيسېف اېګزيکټو ډائريکټر د خپلې وظيفې په ترسره كولو كښې د پاكستاني حكومت د مرستې ستائنه وكړه او پاكستان سره د شراكتدارۍ قوي كولو لپاره د ادارې د عزم پخلې وكړو۔ دې په افغانستان كښې د يونيسېف په کار كښې د پاکستان لخوا په مرسته كولو د وزيراعظم مننه وكړه ۔ يونيسېف د پاکستان يو اهم پرمختيائي شراكتدار دې او حكومت سره په خاص توګه د مېرمنو او كوچنيانو مسئلو هوارولو پحقله په كډه كار كوي
وزيراعظم عمران خان سره د يونيسېف نوي تعينات شوي اېګزېكټو ډائرېكټرې کېتھرين اېم رسل وليدل
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ