اسلام آباد 12 ستمبر (??ے پي پي) د بېنظير انکم سپورټ پر??ګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي چې د بي آئي اېس پي څخه د مستفيد كېدونكو كورنيو شمېره به سږ كال تر ??و كروړ ورسي۔ دې دا خبره په ګلګت كښې د بېنظير انکم سپورټ پر??ګرام په زونل آفس كښې ميډيا سره وكړه۔ سينيټر روبينه خالد ووئيل ګرد هېواد كښې د ډائنامک رجسټريشن سينټرز د لارې د مستحق كورنيو د اندراج سلسله جاري ده٬ د وړاندې نه د اندراج شوې كورنيو ري ??رټ??فکيشن هم روان دے دغسې چې د مستحق كورنيو د سماجي او معاشي حالاتو جاج واخستې شي۔ د مستحق مېرمنو او د دوي كورنيو لپاره بېنظير سکل ټريننګ پر??ګرام هم پېل كوٶ دغسې چې دوي ته د ځائي او نړيوال معيار له مخې داسې تربيه وركړې شي چې د دې نه ورو??ته ورته د ملازمت موقعې په لاس ورشي۔ د دې نه وړاندې سينيټر روبينه خالد د بي آئي اېس پي د ګلګت آفس دورې په مهال موجود مستحق مېرمنو سره وليدل٬ د دوي مسئلې ئې واورېدې او عملے ته ئې د دې حل كولو امر وكړو۔ سينيټر روبينه خالد د شجر کارۍ كمپائن لاندې د بي آئي اېس پي په ګلګت آفس كښې بوټې هم نال كړو
بي آئي ايس پي څخه د مستفيد كيدونكو كورنيو شميره به سږ كال تر يو كروړ ورسي: سينيټر روبينه خالد
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب