حېدرآباد۔2اکتوبر (اے پی پی) په کراچۍ کښې د ترکيې قونصل جنرل جمال سانګو وئيلي دي چې د ترکيې حکومت او اولس به د پاکستان له سيلاب ځپلو سره هر ډول ممکنه مرسته وکړي او په دې لړ کښې 14 کارګو بېړۍ او 13 مال وړونکې اورګاډي پاکستان ته رارسېدلي دي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د جامشورو ضلعې په بولهاري سيمه كښې د پاك فضائيه هوايي اډې سره نزدې د رجب طيب اردوان ټينټ سټي پرانستې كولو په موقع وكړه۔ تركش قونصل جنرل د پاکستان د هوايي ځواک ايئر افسر کمانډنګ سدرن کمانډ ائیر وائس مارشل زعیم افضل، د بنک اسلامي سی ای او سید عامر علي او د اے اېف اے ډي استازو سره د خیمې ښار (ټېنټ سټي) پرانسته وکړه چرته چې د سنده سیلاب ځپلو خلکو لپاره 130 پناه ځایونه چمتو برابر كړې شوي دي۔ ده ووئيل د 50 زره خېمو په شمول د خوراك او د ضرورت نور سامان به د اے اېف اے ډي مرستې سره وركولې شي۔ جمال سانګو زياته كړه چې د ترکيې حکومت او اولس به د پاکستان له سيلاب ځپلو سره هر ډول ممکنه مرسته وکړي او په دې لړ کښې 14 کارګو بېړۍ او 13 مال وړونکې اورګاډي پاکستان ته رارسېدلي دي او د مليريا داروګانو په شمول داروګانو او وېكسينېشن 15م جهاز د ګل په ورځ د اكتوبر په 3 مه نېټه رارسي۔ ده ووئيل د پاك پوځ ٬ پاك هوائي پوځ ٬ نېوي ٬ اېن ډي اېم اے او د وفاقي او صوبائي حكومونو په مرسته به تركيه به د پاكستان سېلاب ځپليو هر ډول مرسته كوي۔په دې مهال خپل خطاب كښې ایئر وائس مارشل زعیم افضل په مرسته كولو د ترك حكومت ٬ اولس او غېر سركاري تنظيمونو مننه وكړه۔ په دې موقعه د اسلامي بېنك سي او سيدعامر اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل زما اداره په جامشورو كښې د خېمه بستۍ جوړولو حوالې سره نورو ادارو سره په ګډه كار كوي دغسې چې سېلاب ځپليو مرسته باوري كړې شي۔
د ترکيې حکومت او اولس به د پاکستان له سيلاب ځپلو سره هر ډول ممکنه مرسته كوي٬د ترك قونصل جنرل جمال سانګو د ټېنټ سټي پرانستې په موقعه خطاب
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha