فيصل آباد 25 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف دې د اولس په وړاندې د غېر قانوني اكاٶنټس ذريعې څرګندې كړي. د جمعې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ ن لارښود لوي رقم لري كوم چې د مشكوك كسانو لخوا د شهباز شريف اكاٶنټس ته منتقل كړے شوے او د غېر قانوني رقم ثبوت ئې ورنه كړے شو. فرخ حبيب ووئيل د پي ټي آئي حكومت به د بدعنوانه عناصرو په ضد د كوم فرق نه غېر د احتساب عمل روان ساتي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې به د كرپشن خاتمې لپاره د وزيراعظم د پالېسۍ ملاتړ له په لويه شمېره اولس راجمع كېږي. د بې باورۍ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د عدم اعتماد په تحريك كښې به اپوزيشن ماتې سره مخ كېږي ځكه چې ټول اتحاديان د ټي ټي آئي مشر سره ولاړ دي
شهباز شريف دې د اولس په وړاندې د غېر قانوني اكاٶنټس ذريعې څرګندې كړي. د وزير مملكت فرخ حبيب نجي ټي وي چېنل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن