اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري خپل د سعودي همڅنګ شهزاده فېصل بن فرحان السعود سره په ډيووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم كلنې غونډې په موقع ملاقات كړے ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې په ملاقات كښې وزيرمملكت حنا رباني كهر او د موسمياتي بدلون وفاقي وزيره شيري رحمان هم موجود وه۔ خارجه وزير خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړي د كومو په مشرۍ كښې چې سعودي عربستان د پرمختګ دنګو بامونو ته رسېدلے ۔ د ملاقات په مهال دواړو خارجه وزيرانو تېره مياشت جده كښې د ملاقات ذكر كولو سره په دوه اړخيزه غوره همكارۍ د اطمينان څرګندونه وكړه او د دې همكارۍ شريكې ګټې له مضبوطولو له يۍ د خپل عزم پخلے وكړو۔ دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه اړيكو د بېلو اړخونو جاج واخست او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې پاکستان او سعودی عربستان تاريخي ٬ ژورې او د ورورولۍ ازموئيلې شوې اړيكې لري۔ ده د كشمير په مسئله د پاكستان د دريځ په پرله پسې ملاتړ كولو د سعودي عربستان ستائنه وكړه۔ دواړو خارجه وزيرانو د معیشت، تجارت او سرمايه كارۍ په شمول په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو له د خپل لوظ پخلے وكړه۔ دواړو خارجه وزيرانو په نړيوالو مسئلو د دواړو اړخونو په نظريات كښې د يووالي ذكر كولو سره د او آئی سی پلېټ فارم په شمول د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو ترمينځه مرسته او همغږي لا ښه كولو له په ګډه د لارو په لټولو اتفاق هم وكړو۔
خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د سعودي خپل همڅنګ شهزاده فېصل سره وليدل
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام