اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د ښارونو پرمختګ لپاره د اوږدې مودې منصوبه بندۍ ته اړټيا ده چې په نتيجه كښې ئې د ښارونو انتظام او انصرام اولس له ښه خذمات وركړې او محاصل هم وشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ لاهور ښار كښې د ټرافك دباؤ كمولو لپاره د سړكونو جوړولو منصوبو په اړه غونډې ته وينا كښې وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د لاهور ښار څخه ډير محاصل جمع كيدې شي۔ده په دې لړ كښې د ښار مهمو زمكو كارولو په حاجت زور راوړو كومې چې دا مهال پھ استعمال كښې نه دې۔ وزيراعظم ووئيل د ښار دا مهم ځايونه د اولسي ګټو منصوبو لپاره كارول نه يواځې د دغه زمكو څخه استفاده كيدې شي بلكه دې سره حكومت ته هم ډير محاصل ترلاسه كيدې شي۔ وزيراعظم تجويز وركړو چې لاهور كښې شهري منصوبې دې سركاري او نجي څانګې اشتراك سره راوي اربن ډويلپمنټ او سنټرل بزنس ډسټركټ منصوبو په ډول وچلولې شي۔ غونډې ته د پنجاب حكومت ګلبرګ مېن بوليورډ نه تر اېم ټو موټروے ايليويټډ ايكسپريس وے منصوبې په اړه بريفنګ وركړې شو۔په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين، وفاقي وزير شفقت محمود، وفاقي وزير اسد عمر، وفاقي وزير چوهدري فواد حسين او وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل ګډون وكړو دغسې د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار، د پنجاب صوبائي وزيرانو او سينئر چارواكو د ويډيو لنك د لارې ګډون وكړو
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې لاهور ښار كښې د ټرافك دباؤ كمولو لپاره د سړكونو جوړولو په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب