اسلام آباد 23ستمبر (اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئېلي دي پیغام پاكستان جوماتونو٬مدرسو٬سكولونو٬چرچز او تر ګوردوارو كچې ته د رسولو اړتيا ده۔د افغانستان په اړه د پاكسان رياست چې كومه پالېسي او طريقه كار متعين كړے هغه زمونږ د ټولو لار ده٬په زبردستۍ د مذهب بدلولو مجوزې مسوده د بشري حقونو وزارت د نظرثانۍ لپاره واپس كړې خو د دې دا مطلب نه دے چې مونږ په زبردستۍ مذهب بدلول جائز ګڼو٬څوك په زبردستۍ د مذهب په بدلولو مجبور كولې نه شو او نه په خپله خوښۍ د اسلام پلو راتلونكي منع كولې شو۔د زيارت په ورځ پیغام كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل د امت جوړولو په اړه شوو هڅو ته د احترام او د قدر په سترګه ګورو۔ده ووئيل دلته د كركې خپرونكو هم كمے نشته خو مينه خپرونكي او لرې والې ختم كوونكي خلك زمونږ لپاره د قدر وړ او قابل احترام دي۔ده ووئيل تل اهل سنت او اهل تشيح د قامي او اجتماعي ضرورت په وخت مهم كردار ادا كړے۔
پیغام پاكستان تر جوماتونو٬مدرسو٬سكولونو٬چرچز او تر ګوردوارو رسولو اړتيا ده۔د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري پیغام كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس