اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د لږ لګښت كورونو په اړه اولس ته معلومات وركولو او د درخواستونو وصولولو لپاره د موبائل يونټ پرانسته كړې۔موبائل يونټ به د نيا پاكستان هاؤسنګ اتهارتي او نېشنل بېنك آف پاكستان په اشتراك سره خلقو ته د لږ لګښت استوګنو پروژو لپاره د قرضونو په ترلاسه كولو كښې آسانۍ وركوي۔نور دا چې موبائل يونټ به د پرائم منسټر هاؤسنګ سكيم له مخې د قرضونو لپاره د ون ونډو آپرېشن وركوي۔په ابتدائي توګه به موبائل يونټ پینډۍ٬اسلام آباد او خوا او شا سيمو كښې آسانۍ وركوي۔ دې نه پس به ټول پاكستان كښې هم داسې موبائل يونټ جوړولې شي۔د دې نه علاوه موبائل يونټ به د كورونا وباﺀ په مهال په بېنكونو د فشار كمولو له هم مرستياله وګرځي۔وزيراعظم عمران خان د نېشنل بېنك لخوا د موبائل يونټ جوړولو اقدام ستائېلو سره وئېلي دي كم آمدن لرونكو كسانو له د خپل چهت وركولو په لړ كښې هر ممكنه آسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ده په دې موقع ووئيل د بېنكونو لخوا اولس ته د كورونو لپاره قرض وركول دې تر ډېره حده آسان كړے شي او سهولت كارۍ دې باوري كړی شي۔
وزيراعظم عمران خان د لږ لګښت كورونو په اړه اولس ته معلومات وركولو او د درخواستونو وصولولو لپاره د موبائل يونټ پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : رومن دولت