اسلام آباد 20 اپريل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د پخواني فاټا 40 كسيزه تجارتي پلاوي د نهي په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ليدلي دي، سېنېټ سيكرټريټ له مخي ملاقات كښې پلاوي د سېنېټ چيئرمېن پخواني فاټا كښې د سرمايه كارۍ او كاروباري هلو ځلو كښې د پېښو ستونزو څخه خبر كړو۔ پلاوي ووئيل د فيډرل بورډ آف ريونيو قانون له مخي سهولت او د رعايت وركولو په ځاے زمونږ زورونه كيږي۔چې له امله ئې د فاټا انضمام څه د ګټي په ځاے زيان كيږي۔ 2018 كښې د فاټا انضمام نه پس 5 كالو لپاره ټيكس څخه استثنيٰ وركړې شوي وه خو اوس په مختلف صنعتونه د استثنيٰ څخه محروم كړې شوي۔ پلاوي ووئيل صنعتونو سره د تعلق لرونكو كاروباريانو هر ډول بنك اكاؤنټس منجمند كړے شوي۔د غوړو او سټيل ګڼ يونټس د ټيكسونو په وجه بند كړے شوي او صنعتونه تباهۍ سره مخ دي چې ورسره بې روزګاري زياته شوې ۔د سېنېټ چئيرمېن پلاوي له باور وركړو چې د پخواني فاټا سوداګرو او سرمايه كارو سره به هيڅ ډول زياتي نه كېږي۔ د انضمام په موقع د منظور كړي قانون په رڼا كښې 5 كاله لباره ټيكس كښې په وركړې استثنيٰ به په هر صورت عملدرآمد كولې شي، سېنېټ سيكرټريټ له مخي د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پخواني فاټا انضمام په موقع د پارليمنټ په منظورۍ څخه سوداګرو او سرمايه كارو له د ټيكس د وركړې استثنيٰ په خلاف ورزۍ د خزاني وزارت ، اېف بي آر او قانون وزارت څخه رپورټ وغوښتلو۔ چئيرمېن ووئيل وزيراعظم په ګڼو موقعو پخواني فاټا كښې د تجارتي هلو ځلو ودې او د صنعتونو پرمختګ لپاره اړوندو وزارتونو ته د رعايت وركولو سپارښتنه شوې ۔ د حكومت مقصد د پخواني فاټا سيمو له د هېواد نورو سيمو په ډول پرمختګ او د روزګار موقعې وركول دي۔ ده ووئيل پخواني فاټا سرمايه كار او سوداګر دې كاروباري هلو ځلو او د روزګار موقعې راپيدا كولو ته پام لرنه وكړي
د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د پخواني فاټا 40 كسيزه تجارتي پلاوي وليدل
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن