اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د سعودي خارجه وزير شاهزاده فېصل بن فرحان السعود ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو، سيمه ايزه سلامتيا، د افغانستان په اوسني صورتحال او د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دوه اړخيزه دفاعي اړيكو خبرې وشوې. د آئي اېس پي آر له مخې په دې موقع سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه ووئيل چې پاكستان سعودي سره خپلو تاريخي او د ورورولې اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او په اسلامي نړۍ كښې ئې ځانګړې مقام تسليموي. د او آئي سي د خارجه وزيرانو د 48مې غونډې حواله وركولو سره سرلښكر دا امن او استحكام او د رامخې ته كېدونكو چېلنجونو د حل لټولو په لړ كښې د نړيوالې ټولنې د شريك وژن او حكمت عملې لپاره يو تاريخي پېشرفت وګرځولو. معزز مېلمه د افغانستان په صورتحال كښې د پاكستان د كردار او د پولې انتظام لپاره د خاص هڅو او سيمه ايز استحكام كښې د كردار ستائنه وكړه او پاكستان سره ئې په هره كچه په سفارتي مرستهكښې لا بهترې لپاره د خپل كردار ترسره كولو د عزم څرګندونه وكړه. ده د او آئي سي خارجه وزيرانو د كونسل د 48مې غونډې په كوربتوب د پاكستان هڅې په خاص توګه وستائيلې.
جنرل قمر جاوېد باجوه سره د سعودي خارجه وزير شاهزاده فېصل بن فرحان السعود ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو