اسلام آباد 29دسمبر(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين د چينو په بيعه كښې په زياتوالي د تشويش څرګندونه كولو سره وئېلي ديصوبائي چارواكو ته په ماركيټونو كښې د چينو بيعې كنټرول كولو لپاره د مناسب اقدامات امر شوے۔ده دا خبره د شورو په ورځ د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې وفاقي وزير سيد فخر امام٬د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب٬د قامي غزائي تحفظ او تحقيق وزارت ??ېك??ټري٬د صنعت او پیداوار ??ېك??ټري٬د خزانې ډويژن صلاحكار٬صوبائي چيف ??ېك??ټريز٬چيف شماريات٬د يوټېلټي سټورز كارپورېشن ??ېم ډي٬د اسلام آباد ډپټي كمشنر او نورو اعلٰی افسرانو ګډون كولو۔د خزانې اقتصادي وزارت صلاحكار ګډون كوونكي د ګرانۍ اونيز صورتحال په اړه خبر كړل او وې وئېل د تېرې اونۍ په مهال د افراط زر شرح 0.40 فيصد زياته شوې٬په اونۍ كښې د 5 څيزونو په بيعه كښې كمے رېكارډ شوے٬د تېرې اونۍ په مهال د آلو بيعه 0.04 فيصد٬مرچ پواډر 0.03 فيصد٬پياز 0.02 فيصد٬اوړو0.03 فيصد اود غوړو بيعه 0.004 فيصد كمه شوې۔غونډې ته ووئيل شول د پياز موجوده بيعه د دريو كلونو وړاندې په مقابل كښې كمه ده ۔د اونۍ په مهال د 23 څيزونو بيعه مستحكم پاتې شوې او د 23 څيزونو په بيعه كښې اضافه شوې چې ??كښې ټماټر 0.03 فيصد٬اېل پي جي 0.16 فيصد او د هګو بيعه 0.07 فيصد زياته شوې ۔غونډه كښې ګډون كوونكي د اوړو بيعې په اړه هم خبر كړے شول او وې وئيل چې ??ه هېواد كښې د اورو په بيعه كښې لا كمے راغلے ۔ دغسې غونډې هېواد كښې د غنمو زياترېه ذخيرې په شتوالي د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ د خزانې وزير شوكت ترين د چينۍ په بيعه كښې په اضافه د تشويش څرګندونه كولو سره صوبائي چارواكو ته په ماركيټونو كښې د چينۍ بيعې كنټرول كولو لپاره د مناسب اقداماتو هدايت كړې۔د قامي غزائي تحفظ او تحقيق وزارت ??ېك??ټري غونډه د موسمياتي ??وامل په سوب د چرګانو او د هګو په بيعه كښې د اضافې څخه هم خبر كړه۔
د خزانې وزير شوكت ترين د چينو په بيعه زياتېدو د تشويش څرګندونه وكړه ٬صوبائي چارواكو ته په ماركيټونو كښې د چينو بيعه كنټرول كولو لپاره د اقدامات هدايت
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر