اسلام آباد28جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئيلي دي څلورو كالو نه په زياته موده كښې پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ(ن) د خپل فارن فنډنګ ريکارډ اليکشن کمېشن كښې نه دې جمع كړے٬ د سټېټ بېنك رېكارډ له مخې د دواړو ګوندونو 19 اكاٶنټس داسې دي چې په ګوشوارو كښې نه دي ظاهر كړې شوې، دا اکاٶنټس مني لانډرنګ، بلېك مني وائټ كولو لپاره كارولې شوي٬ په دې اكاٶنټس كښې د اربونو ټرانزېكشنز شوي، د هند د استخباراتي اېجنسۍ “را” حمدالله محب غوندې ديهاړي مارو سره ملاقاتونه٬ د مودي اېجنډا مخ په وړاندې بوتلل او د حريت لارښودو نه د لرېوالي پشمولد هېواد دښمنه بيانيې په سبب مسلم ليګ (ن) په آزاد کشمير ټاكنو كښې عبرت ناكې ماتي سره مخ شوے، اوس دې (ن) ليګپرلت ته كېښني يا دې احتجاج وكړي كشميريانو خپله پرېكړه واوروله۔ د شورو په ورځ د الېكشن كمېشن نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې فرخ حبيب ووئيل مونږ په الېكشن كمېشن كښې درخواست دائر كړے ٶ چې د مسلم ليګ(ن) او پيپلز پارټۍ تر فارن اکاٶنټس د فنانشنل اېکسپرټ او چارټر اکاٶنټس ته د جانچ پړتال لپاره رسنه وركړې شي٬ د پي ټي آئي اكاٶنټس ته په ماضي كښې چارټرډ اکاٶنټس ته رسنه وركړې شوې وه ٬ مونږ هم دا سهولت غواړو ۔ ده ووئيل سټېټ بېنك چې كوم ريكارډ جمع كړے د ھغې له مخې د مسلم ليګ(ن) 12او د پيپلز پارټۍ 7 داسې فارن اكاٶنټس شته چې په ګوشوارو كښې نه دي څرګند كړې شوې۔ ده ووئيل د رياضۍ په څانګه كښې درې نوې رياضي دان فاروق حېدر، شاهد خاقان عباسي او د احسن اقبال په صورت رامخې ته شوي چا چې د نوې رياضۍ معرفي كولو ناكامه سټرې كولې، په كال2013م په الېكشن كښې د تحريك انصاف ووټ زيات او چوكۍ كمې وې٬ مسلم ليګ ﴿ن﴾ د پې ټي آئي او پخپل مخالفت كښې كاسټ كېدونكې د نورو ووټونه نشي جمع كولې۔ ده ووئيل كشمير يوه سوله ايزه او قربانۍ وركونكې سيمه ده٬ مريم صفدر د كركې بيانيه چلولو هڅه كړې او د كشميريانو زړور سفير او رښتني وكيل باندې ئې ټكونه كړي ۔ده ووئېل كه د دوي په ټول انتخابي كمپائن نظر واچولې شينو دوي يو ځاے كښې هم د مودي انكل يا د آر اېس اېس د نظريې غندنه نه ده كړې او د مودي سركار لخوا چې په كشمير كښې كوم ظلمونه كېږي په ھغې ئې هم خاموشي اختيار كړې۔ ده ووئيل نن چې څوك ګډې وډې وائي ھغه راجه فاروق حېدر دې اووائي چې دوي ته د حكومت كولو پنځه كاله موده ترلاسه شوې وه٬ ھغه د غلامۍ حكومت ٶ٬ آيا د برهان واني،سيد علي ګېلاني،مير واعظ عمر فاروق، آسيه اندرابي پشمول د لكهونو په شمېر د كشميريانو ستړې غلام حكومت لپاره دي، د ن ليګدا سوچ كشمريانو د ووټ د طاقت د لارې مسترد كړے۔ ده ووئيل چرته دي شهباز شريف او حمزه شريف، كوم كار چې ھغوي په دومره موده كښې ونه كړے شو ھغه مريم صفدر په يو څو مياشتو كښې د پارټي تباه كولو به صورت وكړو ۔ ده ووئيل د مريم بيانيه د پلار بچ كول دي٬ ھغه د هېواد په سلامتيا ذاتي مفادات ته ترجيح وركوي٬ فرخ حبيب ووئيلد افغان سفير د لوركېس له تفتيش روان ؤ چې دوي په ھغې هم د سياست كولو هڅه كړې۔
پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ(ن) په څلورو كالو كښې د خپل فارن فنډنګ ريکارډ اليکشن کمېشن كښې نه دے جمع كړے، مسلم ليګ(ن) د هېواد دښمنه بيانيې په سبب په آزاد کشمير ټاكنو كښې عبرت ناكې ماتي سره مخ شوے۔ د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا