اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په خاص اقتصادي ځايونو كښې په لويه پېمانه د سرمايه كارې د لارې په تندې سره صنعت كارې لپاره ترغيب وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ، هېواد ته د زياتې نه زياتې نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كارۍ راوړلو ته مو پام كړے، د اېس اېم اي سېكټر ټولې ستونزې دې په سمدستي توګه حل كړې شي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د وزيراعظم د ترجيحي څانګې پرمختګ جائزې له مخې د وړوكې او مېنځنې درجې كاروباري ادارو لپاره د خاص اقتصادي ځايونو د سهولت كارې ماډل او رېګولېټري ګېلوټين په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې. ده ووئيل حكومت په هېواد كښې زياته نېغ په نېغه غېرملكي سرمايه كارۍ ته پام لرنه كوي. په غونډه كښې وزيراعظم ته ووئيل شول د سرمايه كارې بورډ لخوا په ګوته شوو 167 اصلاحاتو كښې 112 نافذ كړے شوي چې دغسې په خاص اقتصادي ځايونو كښې سرمايه كارو لپاره د كاروبار اساني باوري كړې شي. پاتې 55 اصلاحات به هم په يوه مياشت كښې منظور كړے شي. وزيراعظم پاكستان سټېټ بنك، اېف بي آر، ډرېپ او ټولو رېګولېټري اتهارټو ته هدايت وكړو چې دوي دې خپل اړوند فرېم وركس ښه كړي چې دغسې د سرمايه كارو ستونزې په وخت حل كړے شي. وزيراعظم دوي ته د اېس اېم ايز څانګې پرمختګ لپاره د اسانيو وركولو هدايت هم وكړو د كومې چې د هېواد په برآمدات كښې نزدې 25 فيصد برخه ده. ده هدايت وكړو چې د اېس اېم اي سېكټر ټولې ستونزې دې په سمدستي توګه حل كړې شي. وزيراعظم ته د اړوندو چارو په اړه بريفنګ هم وركړے شو. په غونډه كښې د توان وفاقي وزير محمد حماد اظهر، د خزانې وزير شوكت فياض ترين، د صنعت وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار، د قانون وزير ډاكټر فروغ نسيم، د منصوبه بندې وفاقي وزير اسد عمر، د تجارت سلاكار عبدالرزاق داٶد، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل، د سي پېك خاص مرستيال خالد منصور، د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن اظفر احسن، د سټېټ بېنك ګورنر ډاكټر رضا باقر، د اېف بي آر چيئرمېن ډاكټر محمد اشفاق احمد او نورو اړوندو سينئر چارواكو ګډون وكړو. دغسې صوبائي چيف سېكرترانو په غونډه كښې د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو
په خاص اقتصادي ځايونو كښې په لويه پېمانه د سرمايه كارۍ د لارې په تندې سره صنعت كارې لپاره ترغيب وركولو ته حكومت پام لرنه كوي. د وزيراعظم عمران خان غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت