اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په سېنېټ كښې چې كومه هم خبره شوې هغه د حقائقتر مخه ده٬يوسف رضا ګېلاني چې په كوم ډول د سېنېټ ټاكنې ګټلي هغه د ټولو په وړاندې دي ۔د ټاكنو په كميسون كښې اوس هم په دې معامله بحث روان دے٬د سټېټ بېنك بله يوه مهمه اېشوز وه۔يوسف رضا ګېلاني دې قوم ته اووئي چې څه مصلحت ؤ چې هغه غېر حاضر شو ٬د مخالفې ډلې مشر د ځان ښودلو لپاره استعفٰی وركړی٬دې به كله هم استعفٰی ورنه كړي او هغه به په دې تنخا ګزاره كوي۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل يوسف رضا ګېلاني د سېنېټ په ټاكنو كښې عددي اكثريت نه لرلؤ ٬هغه د هغو خلقو څخه مرسته اخستې كوم چې د هغوي په صفونو كښې نه وو٬دا څنګه شوي او ولې شوي ؟ ده ووئېل د سېنېټ په ټاكنو كښې د اخستو او خرڅېدو په اړه راغلې آډيو او وېډيوز هم د ټولو په وړاندې دي ٬په دې معامله تراوسه د ټاكنو په كميسون كښې بحث روان دے ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان به په هيڅ صورت بدعنوانه عناصر ته اېن آر او ورنه كړي٬د بدعنوانو عناصرو په ضد به د كوم امتياز نه غېر د احتساب عمل روان وي۔
وزيراعظم عمران خان به په هيڅ صورت بدعنوانه عناصرو ته اېن آر او ورنه كړي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر