پېنډۍ27 اکتوبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي چې پاك پوځ يو ښه تربيه لرونكې٬ په جنګي لحاظ سره قوي او كوټلې فورس دے كوم چې د پاكستان دفاع او سلامتيا ته د پېښ هر چلېنج مخنيوي لپاره چمتو دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورور په ورځ د ملتان د سدرن هيډکوارټر دورې په مهال كړې۔ د آئي اېس پي آر له مخئ سرلښكر ته د فارميشن آپرېشنل، تربيي او په انتظامي چارو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ د دې نه پس سرلښكر د کوټ عبدالحکيم دورہ وكړه او د اسټرائيک کور د دستوو د مشقونو مشاهده ئې وكړه او په مشقونو كښې شامل ډلو سره ئې خبرې اترې وكړې۔ د دې نه وړاندې د ملتان سدرن هېډكوراټر ته په راتګ د سدرن كمانډ كمانډر ليفټيننټ جنرل محمد چراغ حېدر د سرلښكر هركلے وكړو
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان