اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د آئي پي يو عرب هېوادونو په درناوي كښې د جمعې په ورځ مېلمستياﺀ وركړې٬ په غړو هېوادونو كښې بحرېن، عراق، اردن، کوېت، لبنان، عمان، قطر، سعودی عرب، سوريه، فلسطین، متحده عرب امارات او د یمن سفيران شامل وو۔ په دې موقع سپيكر ووئيل د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره عرب هېوادونو لخوا د زړه د اخلاصه د مرستې كولو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل په پاكستان چې كله هم سخت وخت راغلے عرب هېوادونه پاكستان سره اوږه په اوږه ولاړ پاتي دي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون له امله رامخې ته تباهۍ سره 30 بليونه ډالره نه زيات زيان پاكستان ته رسېدلے ۔ده ووئيل د عرب هېوادونو لخوا په روانډا كښې د آئي پي يو په عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستان د قامي اسمبلۍ موقف تائيد لپاره مرسته پكار ده ٬ ده ووئيل د پاکستان قامي اسمبلۍ د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره د نړيوال فنډ جوړولو لپاره د آئي پي يو عمومي سېكتر ته چيټۍ هم استولې چې پكښې نړيوال فنډ جوړولو لپاره په هنګامي توګه د قرارداد د منظورۍ غوښتنه شوې ۔ په قرارداد كښې تجويز وركړے شوے چې د سېلاب څخه د تباه شوي هېواد سره دې په انصاف اډانه مرسته وكړې شي
د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د آئي پي يو عرب هېوادونو په درناوي كښې مېلمستياﺀ وركړه
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha