اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير سيد مرتضی محمود وئيلي دي د 5 اربه روپو په وزیراعظم رمضان ریلیف پېکېج عملدرآمد پېل شوے ٬ حكومت په سختو حالاتو كښې هم اولس ته د زيات نه زيات ريليف وركولو هڅې كوي٬ د شخصياتو په ځايې پالېسي جوړولو ته پام ګرځولے شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په يوټېلېټي سټورز د رمضان پېك?? په اړه بريفنګ كښې وكړه۔ ده ووئيل په یوټېلېټی اسټورز به د بی آئی ایس پی صارفینو لپاره اوړه په 40 روپۍ كلو موجود وي٬ دغسې په دال چنا به 20 روپۍ ?? په دال مسور به 20 او په غوړو به 215 روپۍ سبسډي وركولې شي۔ده ووئيل د وفاقي حكومت اولنۍ ترجيح اولس ګرانۍ څخه بچ كول او دوي ته انصاف د دوئي تر درشل رسول دي۔ وزیراعظم شهباز شریف د اولس ستونزوې محسوسولو س??ه “وزیراعظم رمضان ریلیف پیکیج” اعلان كړے ۔ دې لپاره حكومت د 5 اربه روپو س??سډي وركړې ۔ د سبسډي ترلاسه كولو آسانه جوړولو له دا په دوه برخو كښې وېشلې شوې كومه چې يوه ټارګټډ سبسډي ده او دويمه جنرل سبسډي۔ ټارګټډ سبسډي به يوازې د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام(بی آئی ایس پی) رجسټرډ صارفينو لپاره وي۔ د دې صارفينو ته به د 10 كلو اوړو تروړه په 400 روپۍ ٬ چيني په 70 روپۍ كلو او غوړي په 300 روپۍ كلو وركولې شي۔ په جنرل سبسډي كښې به د اوړو د 10 كلو تروړه په 648 ٬ چيني په 91 روپۍ كلو او غوړي كلو په 490 روپۍ وركولې شي۔ وفاقي حكومت به د اولس ستونزې لرې كولو او د هغوي آسانۍ زياتولو له د دې پېكج څارنه كوي۔د شكايت په صورت د یوټېلېټی سټورز کارپوریشن کمپلېنټ سېل په لمبر 05590-0800 تماس نيولے كېدے شي۔
په وزيراعظم رمضان ريليف پېكج عملدرآمد پېل شوے ٬ د حكومت اولنۍ پام لرنه اولس د ګرانۍ څخه ساتل او آسانۍ د هغوي تر درشل رسول دي٬ وفاقي وزير سيد مرتضی محمود
مضمون کا ماخذ : apostas quina