اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي په كرم ضلع كښې د آپرېشن په مهال د پاك پوځ شهيد شويو ځوانانو كورنيو سره ټېلېفوني خبرو كښې هغوي سره د غمرازۍ او خواخوږۍ څرګندونه وكړه۔ د شورؤ په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر د شهيدانو وارثانو سره رابطه وكړه۔ صدر د كېپټن باسط علي او سپاهي حضرت بلال كورنۍ سره خبرې وكړې۔ صدر د شهيدانو لوړو درجو له دعا او غمجنيو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ صدر پسني كښې د شهيد شوي كېپټن عفان مسعود كورنۍ سره هم تېلېفوني خبرې وكړې۔ صدر د شهيد شوي كېپټن عفان مسعودي خذماتو ته د عقيدت پېرزويني وړاندې كړې او غمجنې كورنۍ لپاره ئې د صبر او زغم دعا وكړه
مضمون کا ماخذ : ریل رش