اسلام آباد۔28اپرېل(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان د دې لوظ پخلے كړے دے چې د پوليو ختمول د حكومت اولنۍ ترجيح ده۔ د کووېډ۔ 19 په ډول پېښو چېلنجونو باوجود ګرد هېواد كښې د پوليو مخنيوي كمپائن تندۍ سره روان دے۔ کم آمدن لرونكو هېوادونو ته بايد مساوي ٬ په وخت او په لويه كچه کووډ۔19 وېکسین وركړې شي۔ وزیراعظم عمران خان د شورؤ په ورځ د بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاؤنډېشن كو چيئرمېن بل ګېټس سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ دغه مهال د کووډ۔ 19 وبا په تازه صورتحال ٬د پوليو ختمولو په كمپائن ٬ روغتيا ٬ پرمختيائي چارو او ماحولياتي بدلونونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم ګرده نړۍ كښې په كووډ –19 وبا٬ د مساوات په نشتون او بې وزلۍ قابو موندلو له د بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاؤنډېشن د كار ستائنه وكړه۔ وزیر اعظم بل ګېټس پاكستان كښې د روانو مهمو منصوبو نه خبر كړو په كومو كښې چې 10 بلین ټری سونامی هم شامل ده۔ بل ګېټس د موسمياتي بدلون اثراتو مخنيوي له د پاكستان د عزم ستائنه وكړه۔ په دې خبره صلاح يوه شوه چې نړۍ له به د دې نړيوال چېلنج مقابله كولو له يو موټې كېدل وي۔ هغه په نړيوالو لارښودو زور راوړو چې هغوي دې غذائي تحفظ له د كركيلې ريسريچ كښې سرمايه كارۍ ته ترجيح وركړي۔ هغه وزيراعظم عمران خان ته دا وړاندېز هم وركړو چې وړو كرونده ګرو سره د نړيوالې مرستې زياتولو په غرض شعور بېدارولو له دې د پاكستان ځانګړے غږ پورته كړے شي۔ وزیر اعظم عمران خان او بل ګېټس پاکستان كښې د کووډ۔19، پولیو او نورو رنځونو خپرېدو فوري مخنيوي اهميت ته صلاح شول۔ وزيراعظم ووئيل د پوليو ختمول د حكومت اولنۍ ترجيح ده۔ د کووېډ۔ 19 په ډول پېښو چېلنجونو باوجود ګرد هېواد كښې د پوليو مخنيوي كمپائن تندۍ سره روان دے۔ وزيراعظم پوليو نه د پاك پاكستان ترلاسه كولو له په ګرد هېواد كښې هڅې مستحكم كولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ ګېټس فاؤنډېشن پاکستان سره مضبوطه همكاري لري۔ وزیراعظم او بل ګېټس دواړه په شريكو مقصدونو په ګډه كار كولو ته هم صلاح شول۔
د وزيراعظم عمران خان بل ګېټس سره ټېلېفوني تماس ٬ په كووډ –19 وبا٬ د مساوات په نشتون او بې وزلۍ قابو موندلو له د بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاؤنډېشن د كار ستائنه
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔