اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) د عوامي جمهوريه چين جوړېدو 74 مې او د چين پاكستان ??قتصادي راهدارۍ (سي پېك) او بېلټ اېنډ روډ (بي آر آئي) پیل كېدو 10 مه سالګره لمانځلو له د آل پاكستان چائنا فرېنډ شپ اېسوسي اېشن (اے پي سي اېف اے) په پاكستان كښې د عوامي جمهوريه چين سفارت په مرسته د نهې په ورځ په ځائي هوټل كښې پاک چین دوستی فېسټیول وكړو۔ کلچرل کونسلر او په پاكستان كښې د چائنا كلچرل سېنټر ډائرېكټر چانګ هی چھنګ ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې د اے پی سی اېف اے دې ??ول مهمې دستورې په كولو او كلتور ته په وده وركوؤنكو هلو ځلو د پ??كستان ??و چين دواړو هېوادونو ځوانانو د فن ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چين او پاكستان ښه ګاونډي هېوادونه دي۔ دواړه يو تاريخ لري۔ د چين آبادي د نړۍ تر ټولو زياته ده او پاكستان ?? نړۍ نزدې پنځم هېواد دے۔ ده هيله ولرله چې ځوانان ??ه خوار?? كولو سره زده كړې ترلاسه كړي او پاكستان ??ه زيات نه زيات پرمختګ وكړي او دوي به د پ??كستان ملګرتيا عظيم سفير ثابت شي۔ ده ووئيل په تېرو 74 كلونو كښی چين د کمیونسټ پارټی آف چائنا (سي پي سي) په مشرۍ كښې تاريخي بدلونونه وليدل٬ چين بې وزلي ختمه كړه٬ د نړۍ تر ټولو لويې د زده كړو ٬ سماجي تحفظ او روغتيا نظام يۍ جوړ كړو۔ په دې مهال يو چيني استاذ كتونكو سره د چينۍ ژبې كلاس واخست په كوم كښې چې ده كتونكو ته دوستۍ لپاره كارېدونكي ټكي او جملې اوښودلې
د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ او بېلټ اېنډ روډ پیل كېدو 10 مه سالګره لمانځلو له د پاك چين ملګرتيا فیسټیول
مضمون کا ماخذ : رومن دولت