اسلام آباد 27 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حېسن شوكت ترين ته د وفاقي وزير په حېث په سوګند پورته كولو مباركي وركړې او وئ??لي ئې دي چې كاروباري ټولنه د شوكت ترين څخه ډېرې هيلې لري، د وزيراعظم د وژن له مخې د هېواد څخه د غربت خاتمې، د تعيمراتي صنعت د ودې پشمول د هېواد معيشت قوي كولو لپاره د شوكت ترين هڅې د ستائنې وړ دي. په خپل يو بيان كښې د اطلاعاتو وزير وو??يل چې شوكت ترين به د وفاقي وزير په حېث د هېواد معاشي پرمختګ لپاره مهم كردار ترسره كړي. ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې د دې چوكۍ فرائض په ترسره كولو كښې د ده لارښونه وكړي. د اطلاعاتو وفاقي وزير وو??يل چې زما نيكې هيلې ده سره دي.
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز