اسلام آباد 16 جنوري(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د نړيوال اقتصادي فورم كلنه غونډه كښې ګډون لپاره د ګل په ورځ سوئټزر لېنډ ته لاړو٬ غونډه به د 17 نه تر 20مې جنورۍ په ډېووس كښې كېږي۔ وزیراعظم د نړيوال اقتصادي فورم اېګزېكټو چيئرمېن پروفېسر کلاز شواب په بلنه دا دوره كوي۔ د وزیر اعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي او نور چارواكي هم په دې دوره كښې وزيراعظم سره دي۔ د اقتصادي فورم په موقع به وزیراعظم ګڼ شمېر حك??متي لارښودو او سوداګر مشرانوسره ملاقاتونه كوي او دې سره سره به وزیراعظم په ډېووس كښې د ملګرو ملتونو نوي عمومي سېكتر انټونیو ګېوټرېس او د سوئټزرلېنډ اولس مشر ډورس لې??ھرډ سره هم ملاقات كوي۔ وزیراعظم به “پاکستان كښې ?? سرمایه کارۍ “نوي حقیقت” په سرخط د كاروباري مشرانو يوې ډلې ته هم وېنا كوي۔ وزیر اعظم نوازشریف به په ګول میز کنفرنس كښې هم ګډون كوي چې پكښې به ?? سر سوداګر مشرانو يوې ډلې سره پاكستان كښې د رامخې ته شويو اقتصادي بدلون او هېواد كښې ?? سرمايه كارۍ موقعو پحقله خبرې اترې كوي۔ د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه عونډه كښې به حك??متي مشران٬ اولسي شخصيات٬ ?? سر كاروباري مشران٬ د تعليم پوهان او د ميډيا نمائندګانو پشمول د درې زرو نه زيات شخصيات ګډون كوي۔د نړيوال اقتصادي فورم دا كلنه غونډه نړيوال معيشت او په سياسي مسئلو شريكو خبرو اترو له پلېټ فارم دے۔ وزیراعظم به ډېووس كښې په دې لړ كښې د خپلې رائې څرګندونه كوي۔د خارجه دفتر له مخې د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې د وزیراعظم محمد نواز شریف ګډون سره به پاکستان كښې کاروباري ، سرمایہ کارۍ او تجارتي موقعو څخه د نړيوالې ورورولۍ خبرولو كښې هم مرسته ترلاسه شي
وزيراعظم محمد نواز شريف د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې ګډون كولو لپاره سوېټزر لېنډ ته لاړو
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر