پېنډۍ 23 مئي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير په سرکاري دوره المان ته رسېدلے٬ د ا??مان اعلٰې پوځي او سول قيادت سره ملاقاتونو كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندو??ه شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ا??مان د دفاع وفاقي وزارت كښې چيف آف ډيفنس جنرال کارسټن بريور د سرلښكر جنرال عاصم منير هركلے وكړو او د ا??مان يوې چټك ډلې سرلښكر ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ سرلښكر د ا??مان پوځ مشر لېفټيننټ جنرل الفونس ماس سره هم ملاقات كړے او د ا??مان سرلښكر سره په ګډه ئې د آرمي کامبيټ ټريننګ سينټ?? ګارډ ليګن دوره كړې۔ د پوځ سرلښكر د سنټر د بېلا بېلو اړخونو د ا??مان پوځ د نورو پوځونو ډلو ته د وركړې كېدونكې تربيې په اړه بريفنګ وركړو۔ ده په شهري جنګ د يوې مظاهرې مشاهده هم وكړه او د تربيې د بېلا بېلو سهولتونو ئې هم خارنه وكړه۔ سرلښكر د وفاقي چانسلر د خارجه پاليسۍ او د سلامتيا سلاحكار جېنز پلوټنر، د خارجه چارو دوهم وزير ټوبياس لنډر او د دفاع په وزارت كښې رياستي سېكتر نيل هلمر پشمول نور سول او عسكري مشرانو سره ملاقاتونه وكړل۔ د ا??مان قيادت د ترهګرۍ په ضد جنګ او په منطقه كښې امن او استحكام برقرار ساتلو لپاره د پاك پوځ د كردار ستائنه وكړه ۔ سرلښكر د ا??مان آرمډ فورسز کمانډ اينډ سټاف کالج، هېمبرګ دوره هم كوي او هلته به په كورس كښې د بېلا بېلو ګډون كوٶنكو زده كوٶنكو ته وېنا هم كوي دغسې چې د پاكستان د سيمه ايزې او د نړيوالې سلامتيا په تناظر كښې د ملګرو ملتونو په مشنز كښې د پاكستان د وسله والو ځواكونو په كردار رڼا واچوي
د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د المان اعلٰې پوځي او سول قيادت سره ملاقاتونه٬ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل