لاهور 11 دسمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي چې د انسانيت خېر ښېګړه د نړۍ تر ټولو لوي كار دے٬ بايد زمونږ مقصد د انسانيت خېر ښېګړه وګرځي٬ كه مونږ په دې لړ كښې كار ونه كړو نو نتيجې به راتلونكې نس?? زغمي٬ د ترهګرې خاتمې لپاره بايد داسې تجاويز اختيار كړے شي كوم چې د سوله ايزې ټولنې منظر وړاندې كړے شي۔ ده دا خبرې د مذهبي چارو د وزارت تر سيوري لاندې د مذهبو د همغږۍ دوه ورځني كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د تركيې د مذهبي چارو صدر ډاكټر محمت ګورمېز ٬ د مذهبي چارو دوهم وزير پير امين الحسنات شاه٬ قاري حنيف جالندهري٬ مولانا زاهد الراشېدي٬ مولانا زاهد محمود قاسمي٬ مفتي منيب الرحمان٬ د مراكو٬ سعودي٬ مصر٬ِ مالديپ٬ لبنان٬ تركيې٬ نائجېريا٬ انډونېزيا٬ هند٬ برتانيې او د آسټراليا پشمول د نو??و هېوادونو ټولو مذهبونو سره تعلق لرونكي سكالران٬ د پاكستان او هند علماكرام او سيرت ليكوني په لويه شمېره موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل چې په دې دوه ورځني كنفرنس كښې د ټولې نړۍ څخه نامتو اهل علم ګډون كوي او د دوي دلته يو ځائ كېدل مذهبي همغږۍ او زغم لپاره يوه ښه هڅه ده او په اوسنيو حالاتو كښې د دې ضرورت هم و۔ ده ووئيل چې د مذهبونو ترمېنځه همغږي زمونږ د ټولو ذمه واري ده او داسې هڅې به ??ه راتلونكي كښې هم روانې ساتلې شي۔ ده ووئيل چې خلقو ته د مذهبي تعليم او تربيې ضرورت دے چې دغسې د خلقو ترمېنځه ښه روابط جوړ شي او يوه سوله ايزه ټولنه جوړه كړې شي۔ ده ووئيل چې په پاې كښې به ??وه اعلاميه جاري كولې شي كومه به چې د امن په لړ كښې ډېره مهمه ثابته شي۔ داسې اړخونه به ??ټولې شي چې ټولو لپاره د قبلولو وړ وي۔ كنفرنس ته د تركيې د مذهبي چارو صدر هم وېنا وكړه۔
د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف د مذهبي همغږۍ كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام