اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سكهر ته تللے دے ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به په سندھ كښې د سكهر٬روهړي٬خيرپور٬فيض ګنج٬كوټ ډيجي او د ټهري ميرواه د سېلاب ځپليو سيمو فضائي دوره كوي۔د سكهر ضلعې انتظاميه او د پي ډي اېم اے استازي به وزيراعظم ته د سېلاب ځپليو د مرستې او د تباه شوې انفراسټركچر بحالۍ لپاره د روانو چارو په اړه بريفنګ وركوي۔وزيراعظم به د مرستې د چارو جاج اخلي او سېلاب ځپليو سره به ملاقات هم كوي۔وزيراعظم ته به د سندھ چيف سېكرټري او د سكهر بيراج چيف انجينئر د سېلاب د تباهۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركوي
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria