لاهور 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف چارواكو ته هدايت كړے چې د اختر په ورځو كښې دې د صفائې مشينري په شفټونو كښې 24 ساعته فعاله وساتلې شي، د صفائې عمل دې باوري كړې شي، د اولس اسانيې په نظر كښې ساتلو سره دې د څاروو د خريدارې مركزونه جوړ كړل شي. د اتوار په ورځ د وزيراعظم د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په لاهور كښې د لوي اختر د تيارې او د اختر په ورځو كښې د صفائې نظام په اړه د يوې لوړې پاې غونډې مشري وكړه. په غونډه كښې اړوند چارواكو ګډون وكړو. وزيراعظم ته د اختر په مهال په پنجاب كښې د صفائې انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړے شو. وزيراعظم هدايت وكړو چې د اختر په ورځو كښې دې د صفائې مشينري په شفټونو كښې 24 ساعته فعاله وساتلې شي، د صفائې عمل دې باوري كړې شي، د اولس اسانيې په نظر كښې ساتلو سره دې د څاروو د خريدارې مركزونه جوړ كړل شي او د كورونا حفاظتي اقدامات دې وكړل شي.
د اختر په ورځو كښې دې د صفائې مشينري په شفټونو كښې 24 ساعته فعاله وساتلې شي، د صفائې عمل دې باوري كړې شي. د وزيراعظم شهباز شريف چارواكو ته هدايت
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری