اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی) په قومي اسمبلۍ كښې د نوي قائد ايوان ټاكنې لپاره د شهباز شريف او شاه محمود قرېشي د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړې شوي دي۔ د نوي وزير اعظم (قائد ایوان) ټاكنه بن نن د ګل په ورځ كېږي۔ د اتوار په ورځ د متحده اپوزيشن لخوا د مخالفې ډلې پخواني مشر شهباز شريف 13 او د تحريك انصاف د كانديد او پخواني خارجه وزير 4 د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړل۔ د اتوار په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د نوي قائد ايوان لپاره سپيكر آفس كښې د قومی اسمبلی لخوا د اعلان شوي شېډول لمخې د نامزدګۍ كاغذونه وصول كړې شؤ۔ د متحده اپوزيشن كانديد شهباز شريف اپوزيشن لارښودو سره په ګډه د نامزګۍ كاغذات جمع كړل۔ په دې موقع سید خورشید شاہ، نوید قمر، احسن اقبال، خواجه آصف ، مریم اورنګزیب او مرتضیٰ جاوېد عباسی موجود وو۔ د تحریک انصاف د كانديد شاه محمود قرېشي د نامزدګۍ كاغذات د عامر ډوګر ، علی محمد خان ، ملیکه بخاری او زېن قرېشی لخوا جمع كړې شول۔ د شهباز شريف په جمع كړې شويو د نامزدګۍ كاغذاتو كښې د تجويز او تائيد كننده په توګه د آصف علی زرداری ، بلاول بھټو ، مولانا اسد محمود ، شاهد اختر علی، خالد حسین مګسی ، محمد اسرار ترین ، محسن داوړ، علی وزیر، اختر مینګل ، آغا حسین بلوچ ، سردار ایاز صادق ، خواجہ سعد رفیق، شاهد خاقان عباسی، مریم اورنګزیب ، خواجه محمد آصف ، رانا تنویر حسین ، سید خورشید احمد شاہ، سید نوید قمر ، امیر حیدر خان او د نوابزادہ شاہ زېن بګټي نوم شامل دې۔ د نوي قائد ايوان ټاكنې لپاره د قومي اسمبلۍ غونډه نن د ګل په ورځ 11 بجې كېږي۔
په قومي اسمبلۍ كښې د نوي قائد ايوان ټاكنه ٬ د شهباز شريف او شاه محمود قرېشي د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړی شول
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری