اسلام آباد۔24ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د موسمياتي اثراتو نه راتلونكي نسلونه ساتلو له په نړيوالو هڅو كښې تندي راوستلو ته اړتيا ده ، نړيوال مالياتي فنډ او د نړيوال بېنك اعلی چارواكو ته مو د سېلاب صورتحال تر بهتر كېدو د قرضونو د ادائيګۍ او نورو شرطونو مؤخر كولو خواست كړې دې٬ د تېر حكومت غېر ضروري اقدامات د پاكستان خپلواكو ګټو ته زيان رسولې ٬ طالبان د دوحې لوظنامې احترام كولو سره په افغانستان كښی د امن او پرمختګ باوري كولو زرينه موقعه لري٬ د افغانستان منجمد كړې شوې اثاثې بايد بحال كړې شي۔ اېسوسي اېټډ پرېس (اے پی) سره مركه كښې ده ووئيل ملګرو او نړۍ ته مې دا وئيلي دي چې د سېلاب د لاسه نن پاكستان كومو تباه كارو سره مخ سبا دې پېښو سره كوم بل هېواد هم مخ كېدې شي۔ په عمومي اسمبلۍ كښې ګډون كوؤنكو نړيوالو لارښودو ته مې تاكيد كړې دې چې هغوي دې د خپلو راتلونكو نسلونو ساتنې له لچك لرونكې انفراسټركچر او دريځ لپاره يو ځائې ودرېږي او دې لپاره دې وسائل جمع كړي۔ ده ووئيل په درې مياشتې كښې د سېلاب د لاسه د پاكستان معيشت ته د 30 اربه ډالره نه زيات زيان رسېدلې دې ٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته مې خواست كښې چې په سمدستي توګه ډونر كنفرنس راوبلي۔ ده ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلون دلاسه زيات اغېزمن شوې دې ٬ د سوؤنو په شمېر كوچنيانو په شمول 16 سوه نه زيات كسان مړه شوي دي ، په 40 لكه اېكړه زمكه ولاړ فصلونه تباه شوي دي٬ د لكھونو په شمېر كورونه ويجاړ شوي دي٬ زرګونه كلوميټره سړكونه تباه شوي دي٬ پلونه له مينځه تلې دي٬ د مواصلات نظام ځپلې شوې دې۔ ددې ټولو بحالۍ له فنډز ته اړتيا ده۔ ده ووئيل پاكستان د نړيوال حدت سبب جوړېدو كښې د يو فيصد نه هم د كمې برخې اخراج ذمه وار دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی وزيراعظم ووئيل د جون په نيمائي كښې د سېلاب پېل كېدو نه وړاندې پاكستان كښې د غلې كمې وو او د خام تېل زياتې لوړې بيعې دلاسه زمونږ هېواد سختو چېلنجونو سره مخ وو د كوم سبب چې په بنيادي توګه د روس يوكرېن شخړه وه۔ په لويه كچه د سېلاب تباهۍ دا چېلنجونه لا سوا كړل۔ وزيراعظم ووئيل د ګردې نړۍ څخه ترلاسه کيدونکې د مرستې سامان به د يو ډير مضبوط او سپېځلي طرز عمل لاندې ضرورتمند خلکو ته رسولې شي او د نړيوالو نوموړو كمپنو د لارې به د تھرډ پارټي آډټ هم باوري كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل نړيوال مالياتي فنډ او د نړيوال بېنك اعلی چارواكو ته مو د سېلاب صورتحال تر بهتر كېدو د قرضونو د ادائيګۍ او نورو شرطونو مؤخر كولو خواست كړې دې او دا د پاکستان په اقتصاد او خلکو ښې اغېزې کولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د كركيلې زمكې تباه كېدو دلاسه پاكستان له به نزدې لس لكه ټنه غنم درآمد كول وي۔ هېواد سرې ته اړتيا لري ولې چې كارخانې بندې دي۔ وزیراعظم ووئيل هند له به په دې خبره ځان پوهول وي چې تر كومې د كشمير مسئله د امن مذكراتو د لارې حل شوې نه وي مونږ امن سره ژوند كولې نه شؤ۔ د افغانستان په اړه وزيراعظم ووئيل طالبان د دوحې لوظنامې احترام كولو سره په افغانستان كښی د امن او پرمختګ باوري كولو زرينه موقعه لري٬ د افغانستان منجمد كړې شوې اثاثې بايد بحال كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان امريكا سره غوره اړيكې غواړي٬ تېر حكومت چې په دې لړ كښې څه كړي دي هغه غېر ضروري وو او د پاكستان خپلواكۍ سره اړوندو ګټو ته زيان رسونكي وو٬ دغې هرڅه د پاكستاني اولس د هيلو سره هېڅ سمون نه لرلو۔
راتلونكي نسلونه له موسمياتي اثراتو څخه ساتلو له به په نړيوالو هڅو كښې تندي راوستل وي۔ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados