اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان سره خارجه سېكترې تخمينه جنجوعه ليدلې دي ۔د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې د ملاقات په مهال چوهدري نثار علي خان نوې خارجه سېكترې له په ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړې۔داخله وزير ووئيل پاكستان دا مهال كورنيو او بهرنيو چېلنجونو سره مخ دے او هيله ده چې په هر ډګر د پېښو چېلنجونو مقابلې كولو٬په نړۍ كښې د پاكستان سم تشخص رامخې ته كولو او په نړيوالو چارو د پاكستان دريځ په زړه پوري ډول نړۍ ته رسولو له به تخمينه جنجوعه خپل صلاحيتونه وكاروي۔ده ووئيل په بهر نړۍ كښې مېشته پاكستانيان د هېواد مهمه اثاثه ده۔بايد د هغوي مسئلو لرې كولو ته پام لرنه وكړی شي۔داخله وزير د پخواني خارجه سېكتر اعزاز چوهدري كاركردګي هم وستائېله
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار