اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی)د افغانستان مېډيا 8 كسيزه پلاوي د ګل په ورځ د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان هېډكوارټر دوره وكړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د مېډيا په اړه په دوه اړخيزه مرستې زياتولو ئې جاج واخست۔د پاكستان پالېسۍ ډلې مېډيا سېكشن مشر خبريال رحيم الله يوسفزئۍ د پلاوي سره ملګرے ؤه۔د پلاوي مشري د افغانستان نېشنل جرنلسټ يونين صدر فهيم دشتي كوله۔د اے پي پي منيجنګ ډائرېكټر مسعود ملك٬ايګزېكټو ډائرېكټر سهيل علي خان٬ډائرېكټر نيوز محمد نعيم چوهدري٬ډائرېكتر كوارډېنېشن اكرم ملك او غواث خان٬ډيپلو مېټك نامه نګار قمرالله چوهدري پلاوې په ټول هېواد كښې د اے پي پي نيوز نېټ ورك٬پكټوريل٬په ګڼو ژبو كښې د پرنټ سروس٬اليكټرانك نيوز سروس٬وېب نيوزپورټر او د بهر هېوادونو نامه نګارو په اړه خبر كړو۔د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك پلاوې د ادارې د كاركردګۍ٬ايډيټنګ٬د ورځپاڼو٬د ټي وي چينلو٬غېر ملكي نيوز ايجنسو ته د خبرونو وركولو او صارفينو په حقله د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل اے پي پي د 40 غېر ملكي خبر رسنو ادارو سره د خبرونو لوظ نامې لري۔ده د افغانستان پرنټ او اليكټرانك مېډيا ته د دريو نه تر څلورو مياشتو ټريل په بنيادونو د اے پي پي نيوز سروس وړاندېز وكړو د كوم لپاره به چې ضروري تګلاره ترسره كولې شي۔ده پلاوې د سيمه ايزو نيوز سروسز پښتو٬سرائيكي٬بلوچي٬سندھي٬انګريزي او په عربۍ ژبو كښې د خبرونو نه هم خبر كړو۔ده ووئيل اے پي پي د يو سركاري خبر رسنې ادارې په حېث نه يوازې حكومتي پالېسۍ رامخې ته كوي بلكې پارلماني او عدالتي كاروائيو او د سياسي هلو ځلو كورېج هم كوي۔د اے پي پي او افغان مېډيا پلاوې په پېشه وره چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د اے پي پي او د افغانستان باختر نيوز ايجنسۍ ترمينځه د خبرونو د تبادلې په لوظ نامه د لاس ليك جاج واخستې شو او اسلام آباد او كابل كښې د نامه نګارو غوره كولو٬د افغان ورځپاڼو٬نيوز چينلو او د راډيو سټېشنو لپاره د اے پي پي د پرنټ او وېډيو نيوز سروس جاج هم واخستې شو۔د خبرو اترو په مهال د دواړو ادارو ګډون كوونكي دې خبرې ته سلا شول چې مېډيا د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو قوي كولو لپاره كردار ترسره كولې شي۔رحيم الله يوسفزئي ووئيل د پاكستان پنځلس كسيزه مېډيا پلاوې به افغانستان ته ځي چې پكښې به د اے پي پي يو نمائنده هم شامل وي۔ده ووئيل اے پي پي دا وقار لرې چې ټوله شخصي مېډيا د ادارې په خبرونو باور او د حساس مسئلو په اړه د اے پي پي په نيوز سروس انحصار لري۔پلاوي د اے پي پي بېلې سېكشنې چې پكښې سنټرل نيوز ډسك او وېډيو نيوز سروس شامل دي هم اوكتل او د هېواد د لويې خبر رسنې ادارې د كار او ماحول ستائنه ئې وكړه
د اے پي پي منيجنګ ډائرېكټر مسعود ملك پلاوې د ادارې د كاركردګۍ٬ايډيټنګ٬د ورځپاڼو٬د ټي وي چينلو٬غېر ملكي او كورنو نيوز ايجنسو له د خبرونو وركولو او صارفينو څخه خبر كړو
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ